د جوزجان په قوش تپه ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له خپلې دېرش کسيزې ډلې سره وسله والو طالبانو ته تسليم شوی دی.
وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې له لارې ادعا کړې، چې دغه قوماندان او تر لاس لاندې کسانو يې خپلې سپکې او درنې وسلې او مهمات هم دوی ته سپارلي او يو رېنجر موټر يې هم له ځان سره ور وړی دی.
د جوزجان د والي وياند رضا غفوري رسنيو سره خبرو کې د دې پخلی کړی. هغه ويلی: «د چقمه چقور د سيمې د امنيتي پوستې قوماندان ابراهيم له خپلو پينځه ويشتو ملگرو سره طالبانو ته ورغلی دی». ده زياته کړې ده، چې قوماندان ابراهيم له وړاندې طالبانو سره اړيکه کې و.
د غفوري په وينا کشفي ځواکونه د پېښې په تړاو پلټنې کوي او هڅې کېږي چې تسليم شوی قوماندان مجازات کړی شي.