نیلاب شینواری
کورني تولیدات او خدمات د یوه هېواد اقتصادي روڼتیا او پرمختگ ثابتوي او هېواد ته هویت ورکوي. چاپان له افغانستان او د سیمې له هېوادونو ډېر لرې پروت دی خو د چاپان اقتصادي پرمختیا د دې سبب شوی چې د نړۍ لوستي او نالوستي خلک د چاپان له نامه سره اشنایي لري. په همدې ډول چین چې د نړۍ گوټ، گوټ ته خپل تولیدات صادروي د دوی د هویت او نړیوالې پېژندگلوۍ لوی لامل شوی دی.
چین تر ۱۹۷۸ پورې تړلی اقتصادي سیستم درلود. تړلی اقتصادي سیستم په دې معنا ده چې په یوه هېواد کې دې یوازې د کور دننه تولیدات وکارول شي او یوازې هغه څېزونه چې دې هېواد کې نه تولیدېږي له بهره راوارد شي. د دې اقتصادي سیاست ځانگړنه دا ده چې کورني تولیدات د بهرنیو تولیدات له رقابت څخه خلاص وي او ښه پرمختگ کولی شي.
همدرانگه امریکایانو شاوخوا ۱۳۸ کالو پورې تړلی اقتصادي سیستم درلود چې په دې مودې کې یې وکولی شوای چې امریکايي تولیدات نړیوال کړي او د نړۍ په مارکیتونو کې له نورو سره رقابت وکړي. د نړۍ پاتې نور ډېری تولیدي هېوادنو د تړلي اقتصاد او نیمه تړلي اقتصاد تاریخي شالید لري چې په هغې مودې کې یې خپل تولیدات د نورو له اغېزې څخه ساتلي دي او نن د نړۍ له ډېرو پرمختللو هېوادنو څخه شمېرل کېږي.
افغانستان له ۱۹۷۹ څخه دمخه په کور دننه ډېری تولیدات لرل او په نسبي ډول یې له نورو هېوادنو سره د خپلې اړتیا مطابق د توکو صادرات او واردات کول. افغانستان د داود خان په وروستیو کلونو کې په دې وتوانید چې خپل خوراکي تولیدات په کور دننه تولید کړي او اړتیا یې نه وي چې له نورو څخه خوراکي توکي راوارد کړي. د نساجي، سمنتو، اوسپنې او قندو سترې فابریکو په بغلان او کابل کې فعالیت درلود او د افغان ولس اړتیاوې یې پوره کړې وې.
له ۲۰۰۲ څخه راهیسې افغان حکومت د ازاد اقتصاد سیاست غوره کړ چې له امله په کور دننه تولیدات نه شي کولی خپل سر پورته کړي او د گاونډیو هېوادونو له توکو سره رقابت وکړي. ازاد اقتصادي سیاست په دې معنا دی چې د یوه هېواد پولې د نړۍ د ټولو سوداگرو پر مخ خلاصې وې او هر څوک کولی شي چې هر څه په هر مقدار دې هېواد ته وارد کړي. د دې اقتصادي سیاست د غوره کولو له امله د افغانستان مارکیت تر ډېره د پاکستاني او ایراني توکو بازار گرځېدلی دی. افغان سوداگر نه شي کولی چې په کور دننه تولیدات وکړي ځکه چې د دوی توکي د نورو هېوادنو د توکو له لوري ننگول کېږي.
افغان حکومت ته په کار دی چې د کور دننه تولیداتو د ساتلو لپاره باید خپل اقتصادي سیاست کې اصلاحات راوړي. تر هغې چې اقتصادي سیاست کې بدلون رانشي افغان سوداگر به په دې ونه توانېږي چې د نورو هېوادنو د توکو په مقابل کې خپل تولیدات بازار ته وړاندې کړي او له همدې امله افغانان مجبور دي چې د افغانیو په ځای له ډالر، پاکستاني کلدارې او ایراني تومان څخه کار واخلي. دا کورني تولیدات دي چې د یوه هېواد پولي واحد ته ارزښت ورکوي او د راکړې ورکړې جوگه کوي یې.