افغانستانسلايډ

غني: له «څرګند پیغام» سره اسلام اباد ته ځم

ولسمشر محمد اشرف غني تایید کړه چې د «اسیا زړه» هېوادونو کنفرانس کې ګډون کوي. هغه وویل چې د یوه څرګند پیغام سره اسلام اباد ته روان دی. غني ونه ویل چې څرګند پیغام یې څه دی.

ولسمشر غني زیاته کړې چې د اسیا زړه کنفرانس د افغانستان په اړه دی او دا اړینه ده چې ددغه هېواد ولسمشر په کې ګډون وکړي. غني له قوله د کنفرانس ډيرو غړو په دغه کنفرانس کې دده د ګډون په اړه ټینګار کړی دی.

تر دې وړاندې اجراییه رییس عبدالله عبدالله د «اسیا زړه» کنفرانس کې د غني د ګډون خبر ورکړ او هیله یې وښودله چې دغه کنفرانس به د سولې او ثبات په برخو کې ښه پایلې ورکړی.

د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ اولسن کابل کې خبریالانو ته وویل چې د اسیا زړه کنفرانس د افغانستان لپاره ښه چانس دی چې د «ترهګرۍ» سره د سیمه‌ییزې همکارۍ په برخې کې د مشرتوب رول ولوبوي.

د اسیا زړه کنفرانس په ۲۰۱۱ کې د افغانستان د امنیت او ثبات په موخه په استانبول کې پیل شو او د اسلام اباد کنفرانس د دغې لړۍ پنځمه ناسته ده.

د کابل او اسلام اباد د اړیکو له خړ پړتیا وروسته، غني او شریف په پاریس کې د اقلیم د بدلون په ناسته کې ولیدل. افغانستان به له پاکستان څخه وغواړي چې پر طالبانو فشار راوړي چې د سولې خبرو اترو ته حاضر شي.

د طالبانو مشر، په خپلو وروستیو څرګندونو کې یو ځل بیا وویل، له نظامي کار سره به سیاسي کار هم کوي خو «په خپل وخت کې، په خپلو شرایطو سره، داسې نه چې د بل چا په اشاره او په زور به موږ خبرو ته حاضرېږو، دا د هر چا خپل کار دی او خپل نظر دی».

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button