افغانستان

«د حکومتي چارواکو اختلافات پر اردو ډېره منفي اغېزه لري»

د جمعيت اسلامي ګوند غړی او د پروان پخوانی والي عبدالبصير سالنګی وايي چې د حکومتي چارواکو ترمنځ اختلافات د ملي اردو پر جنګياليو ډېره منفي اغېزه لري.

دغه پخواني چارواکي د خورشيد ټلويزيون په بازنګاه خپرونه کې دغه څرګندونې وکړې. سالنګي وويل چې چارواکي بايد دې ته ځير اوسي چې د دوی اختلافات پر ملي اردو ډېره منفي اغېزه لري. هغه زياته کړه چې که چېرته چارواکي بې غوري وکړي او هره ولسوالۍ کې د اردو يو کس ووژل شي، په ټول افغانستان کې د مړو شمېر زښت ډېرېږي.

سالنګي دغه څرګندونې د اشرف غني او ډاکټر عبد الله ترمنځ د اختلافاتو او په ځانګړې توګه د ولسمشر په تړاو د جنرال دوستم د وروستيو څرګندونو په تړاو وکړې. هغه وويل چې حکومتي مشران بايد خپل منځي اختلافات په خپل منځ کې وساتي او پرېنږدي چې عامو خلکو او د اردو ليکو ته دغه ډول خبرې ورسېږي.

عبد البصير سالنګي دغه راز ويلي دي چې په حکومت کې شته اختلافات ډېر ستر او جدي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې نه يوازې د حکومت دوو ټيمونو ترمنځ پر مختلفو مسايلو اختلافات شته، بلکې د هر ټيم د مشرانو ترمنځ هم د بې باورۍ او نيوکو فضا واکمني کوي. په دې وروستيو کې جنرال دوستم پر ولسمشر سختې نيوکې وکړې او دغه راز احمد ضيا مسعود او عطا محمد نور هم ورته څرګندونې کړې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button