خبرونهسلايډ

جمعیت اسلامي د حنیف اتمر وروستۍ څرگندونې رد کړي

د جمعیت اسلامي گوند چارواکو د ملي امنیت سلاکار وروستۍ څرګندونې رد کړي او زیاته کړې یې ده چې دغه ډول څرګندونې تعصب او کرکه ډېروي او باید ترې ځان وژغورو.

د برهان الدین رباني په پنځم تلین کې ځينو گډونوالو د پخواني ولسمشر حامد کرزی پر ضد د مرگ شعارونه ورکړل چې د ټولنيزو رسنيو او سياستوالو د غوسې لامل شو. له غونډې درې ورځې وروسته حنیف اتمر دغه پېښه وغندله او زیاته یې کړه چې دا د بهرنیو استخبارتي کړیو کار دی.

د جمعیت اسلامي گوند مشر صلاح الدین رباني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اتمر تورونه کوم اساس نه لري او د تعصب بوی ترې خېژي. رباني دغه راز زیاته کړې چې د جمعیت اسلامي گوند له کلونو راهیسې د بهرنیو کړیو او استخباراتي شبکو پر وړاندې مبارزه کوي او دوی به کله هم د هغوی د گټو لپاره کار ونه کړي.

د کندهار د پولیسو مشر جنرال عبدالرازق دغه راز د کرزي د سپکاوي په تړاو غبرګون ښکاره کړی و، چې د جمعیت اسلامي د مشرانو له غبرگون سره مخ شو. جنرال عبدالرازق ویلي وو چې ملا محمد عمر او ملا داد الله هم سپېڅلی جهاد کړی خو اوسمهال د دواړو په نامه کومه ودانۍ نشته او باید د جهاد په نامه یوه ډله امتیاز وانخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button