د فراه ولایت ځايي رسنیو خبر ورکړی چې له یوولسو ورځو راهیسې د طالبانو او ملي اردو سرتېرو تر منځ د فراه ولایت په ډېرو برخو کې جگړه روانه ده. د فراه ولایت امنیتي مسوولینو ویلي چې طالبانو له څو لورو پر ولایت یرغل کړی او د فراه کابل او فراه هرات لويې لارې د دوی په ولکې کې دي.
د فراه د ولایتي شورا غړي فرید بختور طلوع نیوز ته ویلي چې د فراه ولایت ټولې لارې له طالبانو سره دي او ممکن ده چې د کندز په څېر ډېر ژر د طالبانو په لاس سقوط وکړي. بختور زیاتوي چې د شینډنډ او هلمند طالبان د فراه د سقوط لپاره د فراه له طالبانو سره مرسته کوي او فراه یې له ټولو لورو کلابند کړی دی.
د فراه ولایت ځايي اوسېدونکو هم رسنیو ته ویلي چې د فراه ډېرو برخو کې طالبان واکمن دي او د لويې لارو امنیت له دوی سره دی. سید قسیم د فراه ولایت یو تن اوسېدونکي له طلوع نیوز سره ویلي چې اوسمهال طالبان په لویو لارو کې له خلکو تالاشۍ اخلي.