خبرونهسلايډ

د ملي اردو او طالبانو تر منځ د کندز ښار په کوڅو کې جگړه روانه ده

 

د راپورنو له مخې ویل کېږي چې طالبانو پر کندز ښار له شمال او ختیځ څخه یرغل کړی او د ښار ډېرې برخې د دوی په ولکه کې دي. د کندز ښار ځايي اوسېدونکي وايي چې طالبانو تېره شپه د کندز په قهوه خانه، زاخیل او کوته گرد سیمو یرغل کړی او ترې کندز ښار ته ننوتي دي.

د کندز ښار اوسېدونکي وايي چې تر دې مهاله د ښار په کوڅو کې د طالبانو او ملي اردو سرتېرو تر منځ جگړه روانه ده او د درنو وسلو اوازونه اورېدل کېږي. حکومتي چارواکو هم دغه راپورنه تایید کړي دي او زیاته کړې یې ده چې د ملي اردو سرتېري له طالبانو سره د جگړې په حال کې دي.

د شمال ختیځ حوزې د پولیسو ویاند محفوظ اکبري رسنیو ته ویلي چې له طالبانو سره جگړه روانه ده او تر دې دمه حکومتي سرتېرو پرمختگ نه دی کړی. اکبري همداراز زیاته کړه چې د کندز ښار څو ناحیې له طالبانو سره دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button