خبرونهسلايډ

پاکستان د سارک غونډه رسما وځنډوله

 

ټاکل شوې وه چې سږ کال د نومبر په میاشت کې د سارک غونډه په اسلام اباد کې تر سره شي خو اوس پاکستان رسما اعلان کړه چې دغه غونډه له خپل ټاکل شوې مودې وروسته تر سره کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې خبر پاڼې کې راغلي چې د جنوبي اسیا د هېوادونو غونډه چې ټاکل شوې وه د روان کال په نومبر میاشتې کې ترسره شي ځنډولې ده. خبرپاڼې د غونډې نه ترسره کېدو پړه پر هندوستان اچولې او زیاته کړې یې ده چې هندوستان له دوه میاشتو پخوا دا پلان درلود چې دې غونډې کې برخه وانخلي.

تېره اوونۍ هندوستان، افغانستان، بوتان او بنگلادیش اعلان کړه چې دوی نه غواړي په اسلام اباد کې د سارک په غونډه کې برخه واخلي او پرون سریلنکا هم د غونډې د تحریمولو په اړه خبر ورکړ. یاد هېوادونه پاکستان په دې تورنوي چې گواکې اسلام اباد د دوی په داخلي چارو کې لاسوهنې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button