افغانستانسلايډ

برتانيه: که افغانستان خپل کډوال ورستانه نه کړي مرستې به ودروو

برتانيه کې چاپېدونکې ورځپاڼې گارډین راپور ورکړی، چې اروپايي ټولنې پر افغان حکومت زور اچولی چې خپل اتيا زره کډوال بېرته ورستانه کړي او که دا کار ونه کړي، نو ورسره کېدونکې مرستې به له لاسه ورکړي.

ورځپاڼې ليکلي، چې د بروکسل له سرمشريزې وړاندې ترلاسه شويو معلوماتو څرگنده کړې ده، چې دغه غونډه کې افغانستان سره کېدونکې مرستې به مشروطې وي او که افغانستان خپل اتيا زره کډوال بېرته ورستانه نه کړي، مرستې به پرې ودرېږي.

ورځپاڼې د افغانستان امنيتي وضعيت ته په کتو ويلي، چې افغان حکومت به دا کار ترسره نه کړی شي ځکه هلته حالت دې ته برابر نه دي، چې حکومت دومره کډوالو ته د بېرته ورتگ زمينه برابره کړي.

بروکسل کې کېدونکې دوه ورځينۍ سرمشريزه د اکتوبر پر څلورمه نېټه پيلېږي. د نړۍ مرستندويه هېوادونو تمه ښودلې وه، چې افغانستان سره به خپلې مرستې څلور بيليون ډالر وساتي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button