ټولنه
چاودېدونکي توکي ( Explosive ) وپېژنئ
ژباړن : عطا محمد میاخېل
چاودېدونکي توکي هغو توکو ته ویل کېږي، چې په ناڅاپي توګه تجزیه کېږي یا اور اخلي او سخته تودوخه او د خپرېدونکي غاز یوه ستر حجم تولیدوي . د بدلون دې چټک حالت ته چاودنه وایي . د چاودېدونکې مادې ماهیت ته په کتو سره، دا ماده کولای شي، د تودوخې، په ټکان ورکولو سره او یا د ګوزار له امله وچوي . د چادونې د وېرونکي غږ په پایله کې د هوا څپې په حرکت راځي او شاوخوا خپرېږي . د تېلو په څېر د سون توکي د چاودېدونکو توکو په کتار کې نه راځي، که څه هم کولای شي د چاودنې لامل شي .
چاودېدونکي توکي کولای شي، ګټوره کارونه ولري، لکه : د اوسپنې لارو او تونلونو په جوړولو کې، همدارنګه کېدای شي په ورانکارو کړنو کې ترې ګټه واخیستل شي . لکه : په جګړو، مهماتو او بم جوړونه کې . په اور لوبه کې د چاودېدونکو توکو له رڼا او غږ څخه ګټه اخیستل کېږي .
چادېدونکي توکي کېدای شي کېمیاوي وي، چې د میخانیکي وسایلو په وسیله ( لکه باروت) له یو بل سره ترکیب شوي دي، چې د چټکې اور لګېدنې له امله رامنځته کېږي . چاودېدونکې ماده لکه : TNT (trinitrotoluene ) چې یوه پیاوړې چاودېدونکې ماده . دا غبرګون په خپلو اجزاو باندې د کېمیاوي ترکیب د تجزیه کېدو له امله را منځته کېږي .
خفیف کېمیاوي مواد کولای شي، د ګوزار، تودوخې، یا یوې برېښنایي جرقې له امله وچوي . ځواکمن چاودېدونکي توکي معمولاً د خپل فعالیت د ترسره کېدو له پاره یوې چاودنې ته اړتیا لري . کله چې اور سوځېدنه را منځته شي، یوه خفیفه چاودېدونکې ماده له نسبتاً کمې چټکتیا سره په غازو بدلېږي او یوه پیاوړې چاودېدونکي ماده په ډېرې چټکتیا سره په غازو اوړي . دا خوځښت ګوزاریزې څپې را منځته کوي، چې ورانونکي نښې لري . ځینې چاودېدونکي توکي، په ځانګړې توګه خفیف چاودېدونکي مواد په ټولیزه توګه، ترڅو په یوې کندې پورې محدود نه شي وبه نه چوي .
پروپېلانټس ( Propellants ) :
پروپېلانټس یوه چاودېدونکې ماده ده، چې د توپ ګولۍ د توغولو له پاره ترې ګټه اخیستل کېږي، د توپ ګولۍ حرکت له هغو ذراتو سره تړاو لري، چې د پروپېلانټس تشکیل کوونکي دي . هرڅومره چې ذرات کوچني وي، په چټګ ډول سوځي او په دې اساس چټکه چاودنه لري، د راکټ سوځېدل هم پروپېلانټس بلل کېږي . لومړنی پروپېلانټس چې جوړ شو باروت و، چې د لرګیو سکرو اوړه شوي، ګوګړو او پوتاشیم نایترایت ترکیب و . باروت له یوې پیاوړې چاودېدونکې مادې سره، چې د بې دوده باروتو پوډر بلل کېږي یو ځای شوی. د دې د نوم برخلاف، دا چاودېدونکې ماده د پوډرو په بڼه نه ده ( دا ماده معمولاً د وړو دانو یا کوچنیو رشتو په بڼه ده ) او دا ماده په بشپړه توګه هم بې لوګي نه ده، مګر لوګی یې د باروتو د شدت له امله نه ده او د لوګي په نسبت روښانه رنګ لري .
د بې لوګي باروتو پوډر له نایترو سلولوز (nitro cellulose ) یا د پنبې له باروتو څخه جوړېږي . دا ماده یانې د پنبې باروت د ترکیبې اغېزې له امله په سلولوز کې له نایتریک اسید ( Nitric acid ) او سلفوریک اسید ( Sulfuric acid ) څخه چمتو کېږي . د بې لوګي باروتو د ځینې ډولونو له پاره چې دوه پایه ( Double Base ) بلل کېږي، په نایترو سلولوز باندې، نایترو ګلیسیرین ( Nitro Glycerin ) ور زیاتېږي .
ټي ان ټي TNT (trinitrotoluene ) :
ترای نایترو تولوین یا ټي ان ټي تر ټولو مهمه نظامي کېمیاوي ماده ده، ټي ان ټي یوه ژېړ رنګه ښیښه یي ماده ده، چې کولای شي له کوم خطر پرته ویلې شي او د توپ د ګولیو په باروتو کې تویې شي . معمولاً ټي ان ټي له نورو چاودېدونو توکو سره ترکیبېږي . دا ماده سلفوریک اسید او نایتریک اسید په ترکیب باندې د تولوین ( Toluene ) اغېزې ورکولو له امله په لاس راځي . تولوین : یوه کېمیاوي ماده، چې د خامو نفتو له تصفیې او د ډبرو سکرو له تقطیر څخه په لاس راځي .
نایترو ګلیسیرین ( Nitroglycerin ) :
نایترو ګلیسیرین یوه ژېړه غوړه مایع ده، چې له نایتریک اسید او سلفوریک اسید سره د ګلیسیرین د ترکیب له امله په لاس راځي . دا ماده، یوه ډېره پیاوړې چاودېدونکې ماده، چې د ګوزار په وړاندې ډېره سخته حساسه ده او په همدې دلیل له هغې څخه ګټه اخیستل خطر لري . دا ماده، کابو تل له پایښت لرونکو توکو سره ترکیبېږي .
ډینامیت ( Dynamite ) :
ډینامیت یوه چاودېدونکې ماده ده، چې له نایترو ګلیسیرین سره د نورو موادو لکه ( د لرګي اوړه ) او نور جوړونکي توکي، لکه : امونیم نایترېت ( Ammonium nitrate ) او سودیم نایترېت ( Sodium nitrate ) د ترکیب په وسیله جوړېږي . ډینامیت یوه نسبتاً خوندي ماده، چې له ډېرې پخوا راهیسې د چاودنې له پاره تر ټولو مهمه ماده وه . دم ګړۍ ډینامیت له ارزانه او کم حساسیت لرونکو موادو سره، چې په ټولیزه توګه د امونیم نایترېت ترکیبات دي، ځای په ځای شوې ده .
امونیم نایترېت ( Ammonium nitrate ) :
امونیم نایترېت یوه بې رنګه بلوري ماده ده، چې د امونیا له بخار سره د نایتریک اسید د فعالیت په پایله کې په لاس راځي، مګر د سوځېدونکو او چاودېدونکو توکو په ترکیب سره لکه ټي ان ټي، کولای شي د چاودنې په عملیاتو کې اغېزمن فعالیت وکړي .
ANFO چې په ترکیب کې یې ۹۴ فیصده امونیم نایترېت او ۶ فیصده تور تېل شامل دي، نسبتاً ارزانه ماده ده، چې په پراخه کچه د چاودنې له پاره ترې ګټه اخیستل کېږي .
Slurry :
سلوري یوه چاودېدونکې ماده ده، چې په اصل کې د امونیم نایترېت له غلیظ شوي محلول څخه تشکیل شوې ده . دا ماده د اوبو په نسبت له لوړ مقاومت څخه برخمنه ده او په لامده چاپېریال کې ترې ګټه اخیستنه مناسبه ده، سلوري په ډېرو ترکیبونو کې شامله ده، لکه : سودیم نایترېت، کلسیم نایترېت او ټي ان ټي .
پیکریک اسید ( Picric acid ) :
پیکریک اسید یوه ژېړ رنګه جامده بلوري ماده ده، چې فینول او غلیظ سلفوریک اسید ته د تودوخې ورکولو له امله او وروسته له نایتریک اسید سره د هغه ترکیب د مخلوطېدو په پایله کې په لاس راځي . پیکریک اسید د چاودېدونکې مادې لویه برخه ده . پیکر اسید په لومړۍ نړیواله جګړه کې یوه مهمه نظامي چاودېدونکې ماده وه .
امونیم پیکرېت ( Ammonium Picrate ) :
امونیم پېکرېت یوه پیاوړې او ځواکمنه چاودېدونکې ماده ده . دا ماده په امونیا باندې د پیکریک اسید د غبرګون له لارې لاسته راځي . دا ماده د ګوزار او اصطکاک په وړاندې غیر حساسه ده، چې دا ځانګړتیا یې د ضد زرې مرمیو له پاره مناسبه ده . ضد زرې مرمۍ هغه مرمۍ دي، چې د زرې په پاڼو کې نفوذ کوي او د یوې جنګي بېړۍ یا ټانګ په دننه کې د تاخیري فیوز په وسیله چوي .
اجازه لرونکي چاودېدونکي توکي :
اجازه لرونکي چاودېدونکي توکي، ځانګړي ځواکمن چاودېدونکي توکي دي، چې د ځمکې لاندې د ډبرو سکرو د کانونو په چاودنه کې ترې ګټه اخیستل کېږي، چې عبارت دي له : امونیم نایترېت او تیترا ګلیسیرین . یاد توکي داسې فورمولبندي شوي، چې په نسبتاً ټیټه تودوخه کې چوي، ترڅو د کان د غازو د سوځېدو او یا د ډبرو سکرو د بخار سبب نه شي .
د سرپو آزید ( Lead Azide ) :
د سرپو آزید د نایتروجن او سرپو بې رنګه بلوري ترکیب دی . له دې مادې څخه په پراخه پیمانه په نظامي چاودېدونکو توکو کې ګټه اخیستل کېږي . په ټولیزه توګه د مېر کوري فولمینېټ ځای ناستې شوی دی .
مېر کوري فولمینېټ ( Mercury Fulminate ) :
مېر کوري یوه خړ رنګه بلوري جامده ماده ده، چې له قوي نایتریک اسید او الکولو سره د سیمابو د تعامل په پایله کې را منځته کېږي . دا ماده په ډېرې آسانۍ د ضربې، جرقې او لمبې په وسیله سوزي .
RDX یا Cyclonite :
RDX یوه سپین رنګه بلوري جامده ماده ده، چې له امونیا سره د فارم الدیهاید له ترکیب څخه او د نایتریک اسید په زیاتولو سره را منځته کېږي دا هم یوه حساسه چاودېدونکې ماده ده .
Tetryl :
Tetryl یو ژېړ رنګه بلوري ترکیب دی، چې له جوهرو څخه اخیستل شوی . دا ماده د پیاوړي کوونکو باروتو په توګه کارول کېږي، پیاوړي کوونکي باروت هغه چاودېدونکې ماده ده، چې له باروتو څخه را منځته شوې چاودونه پیاوړې کوي، ترڅو غیر حساسو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي .
د چاودېدونکو توکو تاریخچه :
باروت د لسمې پېړۍ په لومړیو کې په چین کې جوړ شول او په احتمالي توګه په څوارلسمه پېړۍ کې د لومړي ځل له پاره په اروپا کې په تودو وسلو کې ترې ګټه واخیستل شوه . له باروتو څخه په اوولسمه پېړۍ کې د کانونو د چاودنې له پاره کار اخیستل پیل شول. د نولسمې پېړۍ تر نیمایي پورې باروت یوازینۍ چاودېدونکې ماده وه، چې ترې کار اخیستل کېده، له دې وروسته نایترو سلولوز ( د پنبې باروت ) او نور چاودېدونکي توکي اختراع شول . په ۱۸۴۷ ز کال کې نیترو ګلیسیرین اختراع شول، چې د عملي ګټه اخیستنې له پاره ډېره زیاته خطرناکه ماده وه . تر دې چې د الفرد نوبل ( Alfred nobel ) په نامه یوه سویډني کېمیا پوه په کال ۱۸۸۶ ز کې ډینامیت اختراع کړ . د نولسمې پېړۍ د لومړۍ لسیزې په پای کې د بې لوګي باروتو څو نور ډولونه لکه : Ballastate او Cordite هم معرفي شول . پیکریک اسید او ټي ان ټي مهم نظامي چاودېدوني توکي وو، چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې ترې ګټه واخیستل شوه . PETN او RDX په دویمه نړیواله جګړه کې د مهمو نظامي چاودېدونکو توکو په توګه وکارول شول .