افغانستانسلايډ

بارکزی: د روزگان سقوط به د ټول افغانستان د سقوط په معنا وي

ولسي جرگه کې د روزگان د خلکو استازي عبيد الله بارکزي د دې ولايت امنيتي وضعيت ته په کتو ويلي، چې دا ولايت د دښمن د توطيې ښکار شوی دی. نوموړي څرگنده کړې ده، چې په تېره يوه شپه او ورځ کې درې څلوېښت امنيتي پوستې د وسله والو لاس ته ورغلې دي.

بارکزی زياتوي: «همدا اوس د کندهار- روزگان، روزگان- گيزاب، دهراوود، چارچينو، ديرچوري، ديرچنارتو او خاص روزگان لويې لارې ټولې تړلې دي، دا څه حال دی، دولت بايد عملیات وکړي او پرېنږدي دغه سيمې وسله وال ونيسي».

د بارکزي په وينا که رزوگان د وسله والو لاس ته ولوېد، جنوب لويديځ سقوط کوي او دا به د کابل په گډون د ټول افغانستان د سقوط په معنی وي. هغه پر حکومت غږ وکړ، چې د ولايت د امنيت لپاره ځانگړې اجنډا ولري، ځکه د امنيت تامين او د لارو خلاصی د خلکو حق دی.

د ولسي جرگې دغه غړي نيوکه وکړه، چې له دوو مياشتو راهيسې ولايت کې درنې جگړې روانې دي او لسگونه پوستې پرته له کوم مقاومته د امنيتي ځواکونو له ولکې وتلي. دغه راز جگړې ډېر خلک واخيستل، امنيتي ځواکونو لويه لار پرانسته خو تېره شپه يو ځل بيا درې څلوېښت امنيتي پوستې د دښمن لاس ته ولوېدې.

بارکزي پر دولت نيوکه وکړه، چې ولې هغو خلکو ته سزا نه ورکوي، چې له دښمنه نيول شوي ځايونه يې بېرته دښمن ته وسپارل. «دوه کاله مخکې ما چيغې وکړې، چې بايد د خيالي پوليسو مخه ونيول شي او تازه پوليس راوستل شي، خو چا وانه ورېدې».

خو دفاع وزارت وايي، چې سره له دې چې روزگان کې تهديدونه شته، خو د جگړې مديريت د دوی په لاس کې دی. د دې وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش وايي، د روزگان په شاوخوا ولايتونو کې يې هم عمليات پيل کړي دي. رادمنش د عبيد الله بارکزي خبرې درواغ وبللې او زياته يې کړه، چې ترينکوټ ښار کې يې يو پياوړی امنيتي کمربند جوړ کړی او له کمربنده بېرون هم عمليات روان دي.

د يادونې وړ ده، چې وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې پر مرکز ترينکوټ سخت بريدونه وکړل، چې له امله يې د دغه ښار د سقوط وېره ډېره شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button