د ولسمشر غني لومړي مرستيال جنرال عبد الرشيد دوستم د ملي يووالي حکومت د مشرانو تر منځ اختلاف ته په اشارې ويلي، چې که حالت همداسې دوام وکړي، حکومت به تر پينځو کلونو ونه رسېږي.
نوموړي جوزجان کې خبريالانو سره خبرو کې پر دواړو مشرانو نيوکه کړې، چې قومي او ژبنی تعصب لري او پر همدې بنسټ پر مهمو دندو خپل خلک گوماري.
بخدي وېبپاڼه د هغه له خولې ليکي: «ډاکټر عبدالله هغه کسان گوماري، چې تاجک وي، نور که په کار نه پوهېږي او خلکو کې ښه نوم نه لري، نه دې يې لري. ولسمشر څه کوي؟ څوک چې پښتو وغږېږي هغه ښه سړی دی او که پښتو وغږېږي او د لوگر وي، ډېر ښه دی».
د ولسمشر لومړي مرستيال گواښ کړی، چې د ولسمشر او اجرايه رييس قومپالنې د خلکو زغم له منځه وړی او په راتلونکو ټاکنو کې به د حکومت مشران د رايو اخيستو لپاره ولايتونو ته په تلو هم ونه توانېږي.
دوستم څرگنده کړه، چې د اوسني حکومت سسټم د عبدالرحمن خان له دورې سره سم دی او د حکومت مشران يوازې خبرې کوي، خو خلک يې نور له اورېدو ستړي دي.
د دوستم په وينا ځينې خلک هڅه کوي په خپلو ناکامو سياستونو ما منزوي کړي او د يوه سمبول په توگه مې وکاروي، خو دوی خبر نه دي چې زه بيا بيا له دې ازميښتونو وتلی يم.
جنرال دوستم ملي امنيت کې د ولسمشر سلاکار حنيف اتمر، د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزی او د جمهوري رياست د چارو ادارې رييس عبد السلام رحيمي «بدنامې» څېرې يادې کړې، چې ولسمشر يې محاصره کړی دی.
د ولسمشر مرستيال پر حنيف اتمر تور پورې کړ، چې د ده پر پوځي کتار بريد يې پلان کړی و، چې څو تنه ساتونکي يې په کې ووژل شول.
نوموړي پر معصوم ستانکزي تور پورې کړ، چې طالبانو سره لاس لري او د استاذ رباني په ترور کې ککړ دی.
د هغه په وينا اتمر، ستانکزی او رحيمي د خلکو منځ کې ځای نه لری، خو چې دوی څه وايي، ولسمشر هم همغه خبره کوي.
دوستم په پای کې ويلي: «دوی دا گمان کوي، چې زه په دې اړه ناخبره يم خو داسې نه ده. زه دوه شپېته کلن يم په دې هر څه پوهېږم او تمه لرم چې هېواد کې يوه سوله ووينم او دا وانه ورو، چې دی شهيد شو او هغه شهيد شو».
دوستم دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې د ولسمشر او اجرايه رييس تر منځ د چارواکو پر گمارنه اختلافات په زور کې دي او اجرايه رييس په دې گمارنو کې نيم په نيمه ونډه غواړي.