افغانستانسلايډ

د قرغيزستان پخوانی ولسمشر: ترهگرۍ سره مبارزه پر منځنۍ اسيا د امريکا د ولکې پلمه ده

د قرغيزستان پخواني ولسمشر عسکر اکايوف څرگنده کړې ده، چې نړيوالې ترهگرۍ سره د مبارزې په پلمه افغانستان کې د امريکا جگړه د منځنۍ اسيا پر ستراتيژيکه سيمه د ولکې ټينگولو لپاره يوازې يوه پلمه وه.

ښاغلي اکايوف د ۲۰۰۱ز د سپتمبر په يوولسمه امريکا کې شوي بريدونه د امريکا له لوري يوازې يوه پلمه وبلله، چې په پراخ ډول يې د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره گټه ترې واخيسته.

نوموړي ريانووستي خبري اژانس سره مرکه کې ويلي، چې د روسيې په گډون د نړۍ نورو مشرانو ۲۰۰۱ز کې ترهگرۍ سره د مبارزې په پلمه د امريکا په مشرۍ د يوه نړيوال ايتلاف د رامنځته کېدو ملاتړ وکړ، خو وروسته څرگنده شوه، چې امريکا له دې لارې خپلو نورو موخو ته ځان رساوه او د ترهگرو د له منځه وړو هوډ يې نه درلود.

هغه امريکا تورنه کړه، چې ځينې هېوادونو او سيمو کې يې په لوی لاس وسله والې ډلې رامنځته کړې، چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره يې پيسې، وسلې او روزنه ورکړه او له همدې لارې يې جگړه جاري وساتله.

اکايوف له دغه کاره د امريکا موخې د روسيې، چين او هند جاسوسي او له پارس خليجه چين ته د تېلو د لېږد په وړاندې خنډونه رامنځته کول په گوته کړل، هغه وويل، امريکا دا کار قرغيزستان کې له خپلې اډې ترسره کاوه.

ده وويل «امريکا د نړۍ ټول هېوادونه د خپلو گټو په سيمه کې بولي، د دوی يوه څرگنده موخه پر منځنۍ اسيا کنټرول او څارنه وه، چې دغه سيمه خورا ستراتيژيک اهميت لري».

د اکايوف په وينا دا چې ترهگرۍ سره د امریکا د مبارزې پنځلس کلونه ووتل، خو د امریکا د دعوې بر عکس د ترهگرو فعاليتونه ورځ له بلې ډېرېږي، داسې ښکاري چې امريکا د دغې پديدې د له منځه وړو اراده نه لري، بلکې هڅه کوي، ترهگر تر خپل کنټرول لاندې راولي او د هغو خلکو او هېوادونو پر ضد يې وکاروي، چې خوښ يې نه دي».

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا دننه او د نورې نړۍ سياستوال او حقوقپوهان په منځني ختيځ او نورو هېوادونو کې د امريکا پر لاسوهنو او جگړو کلکې نيوکې کوي او امريکا د دغو جگړو په ترڅ کې د وژل شويو مليونونو وگړو مسووله بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button