افغانستانسلايډ

ترهگرۍ سره مبارزه او سوداگري، هند ته د ولسمشر د سفر موخې

ټاکل شوې ده، چې ولسمشر غني سبا چهارشنبه هند ته سفر وکړي. د ولسمشر وياند تېره اوونۍ څرگنده کړې وه، چې نوموړی به د راتلونکې اوونۍ په وروستيو ورځو کې هند ته ولاړ شي، خو په دې اړه نور جزيات نه وو څرگند شوي.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري تازه خبر ورکړی، چې هند ته د ولسمشر د سفر موخه له دې هېواد سره سوداگري پراخول او د ترهگرۍ پر ضد پر مبارزه غور کول دي. نوموړي ازادۍ راډيو سره خبرو کې زياته کړې ده، چې ولسمشر به هلته له صدر اعظم نريندرا مودي سره وگوري او د دواړو هېوادونو د سوداگرۍ او اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره به پر نورو لارو چارو غور وکړي.

چخانسوري وويل: «هند افغانستان سره سترې مرستې کوي او دلته يې لويې اقتصادي پروژې لرلې، دا چې اوس دغه پروژې بشپړې شوې دي، ولسمشر به په دې سفر کې د نورو اقتصادي پروژو د پيل په اړه خبرې وکړي. د دې تر څنگ به دواړه لوري د ترهگرۍ پر ضد پر گډه مبارزه هم خبرې وکړي». د ولسمشر وياند وايي، په دې اړه به جزيات وروسته څرگند شي.

څه موده وړاندې د افغانستان لوی درستيز او افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان هم هند ته د سفر پر مهال له دې هېواده د لا ډېرو نظامي مرستو غوښتنه وکړه، چې هند دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button