روغتيا

که خوب نه درځي دا خواړه مه خورئ!

سربېره پر دې چې ځینې ناسم عادتونه، رواني مشکلات او بې ځايه سوچونه د خوب نه راتلو لامل کېږي ، ځينې خواړه هم شته چې د ژر خوب نه راتللو سبب کېږي، او د بې خوبي او بدخوبي لامل کېږي.
د ښه خوب لپاره بايد غوړ خواړه لکه : برګر، سره کړي کچالو، پيتزا او نور ونه خورئ دا خواړه د هضم لپاره ډېر وخت ته اړتيا لري او د خوب نه راتللو يو لامل به مو شي.د ښه او ژور خوب لپاره لازمه ده، چې د بدن د تودوخې درجه مو ټيټه وي، که ډېر مو ځان ګرم وي بيا به مو هم خوب سم نه وي.چې ځينې درمل هم د بدن تودوخه پورته کوي.
د ښه خوب لپاره سپکه ډوډۍ وخورئ، په ځانګړي ډول د غوښې له خوړو ځان څنګ ته کړئ، ښه داده چې د شپې لخوا سبزي ، مستې او نورې سپک خواړه.
که څه هم موږ افغانان د شپې لخوا ايسکريم نه خورو، خو بيا هم ايسکريم چې د ژر جذبېدونکو قندونو درلودونکی دی چې بدن ته انرژي ورکوي نو له همدې امله د خوب د نه راتللو لامل کېږي.
قهوه او چای چې په ډېره اندازه کافين لري چې يو غټ لامل دی چې خوب مو تښتوي، همدارنګه غاز لرونکې څښاک هم ستاسې خوب تښتولی شي. او چاکلېټ هم ستاسې د خوب نه راتللو لامل کېږي.

نوراحمد عایل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button