خبرونهسلايډ

پاکستاني چارواکی: افغانستان کې سوله د پاکستان له پاره اړينه ده

د پاکستان د امنیت سلاکار په افغانستان کې سوله د پاکستان د امنیت او سولې لپاره اړینه بولي. د پاکستان د امنیت سلاکار ناصر خان جنجوا دغه څرگندونې د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیې د ځانگړي استازي اوین جینکینس سره په کتنې کې کړي دي.

جنجوا زیاته کړې چې پاکستان پخوا هم په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره کوښښونه کړي دي او په راتلونکې کې به هم دغه کوښښونو ته دوام ورکړي. جنجوا دغه راز زیاته کړې چې دا مهمه ده چې افغانان پخپله د سولې د بهیر مشري وکړي او جگړه پای ته ورسوي.

همدارنگه د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف هم د افغانستان سوله د پاکستان لپاره مهمه بللې او زیاته کړې یې ده چې دواړه لوري باید د ډیورن د کرښې د امنیت او مدیریت لپاره کار وکړي تر څو ترهگر ونه شي کړای چې له دې لارې گټه پورته کړي.

راحیل شریف همدارنگه زیاته کړه چې موږ په افغانستان کې د سولې په راوستو کې مخلص یو خو ځینې مغرضې ډلې نه غواړي چې پاکستان د افغانستان په سوله کې مهم رول ولوبوي.

دغه راز د پاکستان سفیر په افغانستان کې هم د پاکستان له مالیې وزیر اسحق ډار څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې پانگونې وکړي او د افغان سوداگرو شته ستونزې په پاکستان کې حل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button