خبرونهسلايډ

بنگلدیش د جماعت اسلامي مشر اعدام کړ

د بنگلدیش د عدلیې وزارت منلې چې تېره شپه لس بجې د بنگلدیش د جماعت اسلامي مشر غړی میر قاسم علي یې اعدام کړی دی. قاسم علي د ۱۹۷۱ کال د ازادۍ په جنگ کې د خیانت او وېرې اچولو په تور اعدام شوی دی. قاسم علي د اعدام له حکم څخه وروسته له محکمې د بیا کتنې غوښتنه کړې وه خو محکمې دغه غوښتنه رد کړه او قاسم علي یې اعدام کړ.

بنگلدیش حکومت په تېرو درې کلونو کې د جماعت اسلامي څلور مشران اعدام کړي دي. په دریم اعدام کې د جماعت اسلامي غړو لاریونونه وکړل چې له امله یې شاوخوا ۲۰۰ تنه کسان د لاریونونو په تاوتریخوالي کې خپل ژوندونه له لاسه ورکړل. له پرون راهیسې د بنگلدیش په گڼو ښارونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

قاسم علي له جماعت اسلامي سره مالي مرستې کولې او پخپله یو کامیاب سوداگر وو. تېره میاشت ناڅرگندو وسله‌والو د میر قاسم علي زوی احمد بن قاسم اختطاف کړ. د میر قاسم علي کورنۍ حکومت تورنوي چې د دوی د کورنۍ غړی یې اختطاف کړی دی.

د بنگلدیش جماعت اسلامي د میر قاسم علي اعدام ظلم بللی او زیاته کړې یې ده چې حکومت غواړي چې جماعت اسلامي له مشرانو خلاص کړي. د جماعت اسلامي مشرانو د خپل گوند له غړو غوښتي چې په ټول هېواد کې لاریونونو ته راووځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button