افغانستانسلايډ

ولسمشر غني: د سر په بيه به اصلاحات جاري وساتم

د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني حکومت کې د اصلاحاتو د راوستو پر جاري ساتلو ټينگار کړی او څرگنده کړې يې ده، چې په هيڅ صورت کې به له دې کاره ايسار نه شي. هغه ويلي دي، چې د سر په بيه به اصلاحات جاري وساتي.

ښاغلي غني پرون د کابل ښار شمال ختيځ لور ته د خواجه رواش په نوم د استوگنې د يوې پروژې د پرانيستلو پر مهال دا خبرې وکړې. دا پروژه د تېر حکومت دوره کې پيل شوې وه او اوس بشپړه شوه. پروژه اته اويا بلاکونه  او له دوو زرو ډېر د اوسېدو اپارتمانونه لري او د حکومت او خصوصي سکټور په گډه پانگونه جوړه شوې چې دوه نوي مليونه ډالر لگښت پرې شوی دی. ولسمشر غني دا پروژه پر حکومت د خلکو د باور پيدا کېدو لپاره مهمه وبلله. ياده پروژه د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د وژل شويو سرتېرو د کورنيو لپاره جوړه شوې ده.

ولسمشر هلته خپلو خبرو کې وويل: «له جنگه د فارغېدو پر مهال به د افغانستان اقتصاد څلور چنده تېز کړم، خلک سوچ کوي چې زه خوب ته ضرورت لرم، زه خوب ته ضرورت نه لرم، زه مجبور يم ويښ واوسم».

ښاغلي غني زياته کړه: «هغوی له همدې امله شور ماشور کوي، چې د نورو ملياردونو ډالرو څښتنان شي، خو زه د دوی شور ماشور ته پام نه کوم». ولسمشر غني پر خلکو غږ وکړ چې د اصلاحاتو په اړه خپل غږ پورته کړي او دا يې په گټه دی: «د نوک په اندازه يو اقليت دی چې فکر کوي دوی په خطر کې دي، ما څه ورسره کړي؟ ولس دې ودرېږي موږ ولس سره يو».

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button