ټولنه

ذهني آرامتیا

ژباړن : عطا محمد میاخېل
  هر څوک چې یاستئ او په هر ځای کې چې ژوند کوئ، خپل ژوند ته آرامتیا را وبلئ او هغې ته په خپل ذهن کې ځای ورکړئ . که چېرې ستاسو خبرې او چلند له آرامتیا سره ملګري وي، نو پرته له شکه به دا ځانګړتیا ستاسو شاوخوا نړۍ ته خپره شي . په یاد ولرئ، دې وضعیت ته د رسېدو له پاره اړینه ده، چې په ځان کې ځینې ځانګړې وړتیاوې وروزئ او په خپل ژوند کې ځانګړي شرایط را منځته کړئ . د لاندې ټکو مراعاتول، له تاسو سره مرسته کوي، چې په دې تګلوري کې ګام پورته کړئ .
آرامتیا ته د رسېدو لارې :
  زده کړئ، چې کله وخت مسایل خوشې کړئ، په دې مانا چې تل په هرې مسئلې پورې مه غوټه کېږئ . کله چې تل او په هر ځای کې د خپلو مسایلو په فکر کې یاستئ او په هغو باندې مرور کوئ، په رښتیا چې تل په خپلو اوږو باندې اضافي بار وړئ، چې دا په خپله په تاسو کې د اروایي فشار او خپګان سبب ګرځي . زده کړئ چې له یوه آزاد ذهن سره ژوند وکړئ . دا امر له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د یوه کوچني محرک او یا جزیي خنډ په وړاندې پرېشانه نه شئ .
په ځان او په خپل خدای (ج) باندې ایمان ولرئ :  
  که چېرې په ځان او په خپل خدای (ج) باندې ایمان ولرئ، نو په ډېرې آسانۍ به د ژوند له ستونزو څخه را بهر شئ او په ډېرې ثابت قدمۍ او ډاډ سره به خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې ګام پورته کړئ .
  
مثبت فکره واوسئ :   
   که چېرې مثبت فکره لید لوری ونه لرئ، هر څه کولای شي، بې ګټې او بې پایلې واوسي. د مثبت لید لوري او هیلې لرل، د وېرې او خپګان په وړاندې تر ټولو غوره وسله ده، د خپلو هیلو او پروګرامونو په اړه واقع بین او منطقي واوسئ .
  خپلې وړتیاوې په ځانګړو موقعیتونو کې وپېژنئ او د خپلو ناتوانیو او کمزوریو په اړه واقع بین واوسئ، هرڅومره چې د ژوند د مسایلو په وړاندې ستاسو لید لوری منطقي وي، په هماغه کچه به ډېرې آرامتیا ته لاسرسی پیدا کړئ .
د انسانانو په اړه خپله بې قید و شرطه مینه قربان کړئ :  
  تاسو کولای شئ، چې له خپلو دوستانو او ټولګیوالو څخه یې را پیل کړئ . زده کړئ، چې له هغوی سره بې قید و شرطه مینه وکړئ، د هغوی د کمزوریو په وړاندې زغم ولرئ، تېروتنې او غلطۍ یې وبښئ . هر څومره چې د نورو په اړه ډېره بښنه ولرئ، نو په هماغه اندازه به د ډېرې خوښۍ او خوشالۍ احساس تجربه کړئ .
د سر ښندنې مانا لمس کړئ :
  بښونکی لاس ولرئ، مګر د بېرته را ګرځېدلو تمه مه لرئ . نور د هغوی په خپله تګلاره خوشاله کړئ . له بې پناه، یتیمو او بېوزله کسانو سره مرسته وکړئ، پرته له دې چې احسان پرې بار کړئ، د هغوی تکیه ګاه واوسئ . هر څومره چې ډېره بښنه وکړئ، نو په هماغه کچه به له تورونو، بندونو او قیدونو څخه ډېر خلاصون پیدا کړئ .  
خپل افکار ورغوئ  
   د ځان په اړه په خپلو افکارو او باورونو باندې بیا کتنه وکړئ، زده کړئ، چې د خپل ځان په اړه زغم ولرئ او خپلو ارزښتونو، استعدادنو او مهارتونو ته ارزښت ورکړئ . له ځان سره پرته له قید و شرطه مینه وکړئ . د ځان په اړه چې هر ډول غیر منطقي وېره او شک لرئ، لرې یې کړئ . که چېرې د ځان په اړه مثبت او سالم لید لوری ولرئ، نو دا به زده کړئ، چې پرته له قید و شرطه ځان ومنئ .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button