Clinomania څه ډول ناروغي ده ؟
هغه کسان چې نشي کولای د خپل ويده کېدلو له چپرکټ،توشک او کمبلې څخه له خوب وروسته په اساني را جګ شي او ډېر خوند ورکوي چې همداسې په ځای کې نغښتی پروت وي، ولو که ويښ هم وي؛ دوی په Clinomania حالت باندې اخته دي، او دا هغه حالت ته وايي چې په اخته کېدلو سره سړی له خپل چپرکټ څخه په ډېېېرې سختي راجګېږي او که د باندې یې ډېر مهم کار هم وي، چندان پروا یې نه کوي ،خو چې دی په کمبله کې نغښتی په ځای کې پروت وي.
Clino د خوب د تخت او ځای په مانا او Mania د بې درېغه علاقې او مينې په مانا.
ژورخپګان، بېلابېل سوچونه او ذهني ستړيا کېدای شي له همدې حالت څخه په انسان کې راوټوکېږي، خو ځينې خلک بيا فطرتاً له خپلې توشکې (نالۍ) او کمبلې سره مينه لري چې ښه پکې تاوو راتاوو شوی وي. نو په ټوله کې بېلابېل علتونه ښايي ولري، دا حالت که سړي ته ښه احساس نه ورکوي کېدای شي له مختلفو رواني ، فزيکي، او کيمياوي لارو څخه حل شي.
ايا تاسې هم له خپل ځای او چپرکټ سره مينه لرئ او په سختي ترې راپاڅېږئ؟
نوراحمد عایل