د ماتې لپاره مو پلمه مه لټوئ
ژباړه: حمیدالله حمیدي
دا اسانه خبره ده چې د خپلو ماتو پړه پر بل چا واچوئ؛ پیاوړي او خوښ کسان تل خپلې ماتې مني او که یې بل څوک هم د ماتې لامل ګرځېدلي وي په اسانۍ یې له دې ګناه تېرېږي او بښنه ورته کوي، دوی تل خپله ماتې د راتلونکې بریا پیلامه بولي.
په اوس کې ژوند وکړئ:
ځان ته مو اجازه مه ورکوئ چې په اوسني وخت کې غرق شئ، همدا اوس چې چېرې یاست د ژوند له هرې لحظې خوند واخلئ، د تېر وخت منفي خبرې مو له ذهنه وباسئ، که د تېر په اړه فکر وکړئ، اوسنی وخت به مو هم په هماغسې څه کې تېر شي او له لاسه به مو ورکړی وي.
خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ:
ژوند مو یوازې پر تاسو پورې تړلی دی؛ خپل ځان مو له شاوخوا کسانو سره مه پرتله کوئ، حتا کوښښ وکړئ چې له خپلو همځولو سره هم ځان پرتله نه کړئ؛ ځکه کېدای شي دغه کار د دې لامل شي چې ځان درته بې ارزښته ښکاره شي. تل په دې اړه فکر وکړئ چې د تېر کال، تېرې میاشتې او تېرې ورځې په پرتله که مو څه زیات یا څه کم لاسته راوړي وي، د راتلونکې لپاره مو هیله من کوي.
مثبت او بریالي کسان مو د ملګرو په توګه وټاکئ:
دغه خبره سمه ده چې وایي: “بدبختي په بدبختۍ پسې ده” چې داسې ده نو له بریالیو او مثبت فکره کسانو سره ملګري وکړئ او د ملګرتیا لپاره یې غوره کړئ، خپله شاوخوا مو له مثبت اندېشه کسانو څخه ډګه کړئ، تر څو پر مثبتې انرژۍ باندې وپوښل شئ.
پوه شئ چې د نورو تايید ته اړتیا نه لرئ:
خپلې هیلې مو د بل چا له تايید او خوښې پرته پر مخ بوځئ او ځان ورته ورسوئ. ډېری کسان عادت لري چې خپلې خوښۍ او هیلې په زړه کې وساتي او هېڅکله یې هم پر خوله نه راوړي، که تاسې هم له یوه داسې کس سره مخ شئ او خبرې یې ومنئ، پوه شئ چې ځان مو تباه کړی. دا ښه خبره ده چې تل د نورو خبرو ته غوږ کېږدئ، خبرې یې واورئ، خو په عملي کولو کې یې له پوره دقت څخه کار واخلئ، تر ډېره مو خپله خوښه په کې شریکه کړئ او بیا پرېکړه وکړئ.
غوږ ونیسئ:
د تجربه لرونکو کسانو خبرو او نظرونو ته غوږ نیول له تاسو سره مرسته کوي. د نورو خلکو خبرې اورېدل ستاسو تجربې زیاتوي چې کله کله ترې ګټه اخیستل بیا له تاسو سره خپلو موخو ته په رسېدو کې پوره مرسته کولای شي.
ټولنیزې اړیکې مو پراخې کړئ:
د مثبتو ټولنیزو اړیکو درلودل له تاسو سره د خوښۍ په موندلو کې مرسته کوي، نو د دوستانو، ملګرو د لیدلو او نوو ملګرو پیدا کولو ته مو مناسب وخت ځانګړی کړئ.