نثر

د دعا ځواک،له پنده ډکه کیسه

ژباړن : عطا محمد میاخېل
  یوه ښځه، چې زړې ـــ شلېدلې جامې یې پرتن وې او په څېره کې یې د غم او خپګان نښې له واریه ښکارېدې، د سیمې د خوړنیزو توکو یوه پلورنځي ته ننوته، په ډېرې عاجزۍ یې د پلورنځي له خاوند څخه وغوښتل، چې څه ورکړي، په ډېرې نرمۍ یې وویل، چې خاوند یې ناروغ دی، د کار کولو وړتیا نه لري او شپږ ماشومان یې وږي او بې خوړو پاتې دي . د پلورنځي خاوند جان لانګ هاوس یادې ښځې ته په ډېرې بې پروایۍ کتل او غوښتل یې، چې په ډېر بد حالت یې له پلورنځي څخه بهر کړي . اړمنه ښځه په داسې حال کې چې ټینګار یې کاوه، وې ویل : په خدای (ج) سوګند یادوم، که چېرې لږ هم وتوانېږم، نو ستاسو  پیسې به راوړم . جان وویل : پور نه ورکوم، یو بل مشتري، چې د مېز ترڅنګ ولاړ و او د دوی دواړو خبرو یې اورېدې د پلورنځي خاوند ته یې وویل : وګوره دا مېرمنه څه غواړي ؟ هرڅه چې اخلي ور یې کړه، پیسې یې زه درکووم، هټیوال وویل : اړینه نه ده، زه یې پخپله ورکووم، هټیوال ښځې ته مخ ور واړاوه او وې ویل : د خریدارۍ لېست در سره شته ؟ ښځې وویل : هو دلته دی .
  لېست دې په تله کې کېږده او د وزن په اندازه یې هرڅه دې چې غوښتل درسره یوسه، ښځې په ډېر خجالت یوه شېبه چوپه پاتې شوه او وروسته یې له خپل بکس څخه ټوټه کاغذ را بهر کړ، یو څه یې پرې ولیکل او د ترازو په پله کې یې کېښود . ټولو په تعجب سره ولیدل، چې د تلې پله ښکته شوه . هټیوال باور نه کاوه، مشتري د ډېرې خوښۍ له امله په خندا شو . پلورنځي والا په ډېرې نا باورۍ د ترازو په بله پله کې د توکو ایښودل پیل کړل . د ترازو پلې برابرې نه شوې؛ دومره څیزونه یې کېښودل، ترڅو د تلې پلې سره برابرې شوې . په دې وخت کې هټیوال په ډېر تعجب او خواشینۍ د کاغذ ټوټه را پورته کړه، چې ووني څه پکې لیکل شوي دي، کاغذ د خریدارۍ لېست نه، بلکې د ښځې دا دعا پکې لیکل شوې وه : ای زما خدایه ! ته زما له اړتیاوو څخه ښه خبر یې، ته یې را پوره کړه . پلورنځي والا په ډېر تعجب  ښځې ته توکي ورکړل او خپله په هماغه ځای کې چپ او حیران پاتې شو . ښځې خدای پاماني وکړه او لاړله . مشتري پلورنځي والا ته وویل : یوازې الله (ج) پوهېږي، چې د  پاکې او خالصې دعا وزن څومره دی ؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button