نثر

د سلمې سیکې په لټه کې!

له پنده دکه کیسه

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د لوی هېواد پاچا و، خو لا هم له خپله ژونده خوښ نه ښکاریدو.

په دې هم نه پوهېدو، چې د خپګان اصلي لامل یې په څه کې دی؟

د خپلې ماڼۍ په انګړ کې یې قدم وهلو، د سندرې غږ یې در غوږ شو، نېږدې ورغی، د پخلنځي دروازه یې ور خلاصه کړه، د آشپز په خوله کې سندره وچه شوه.

اشپز سر ښکته کړ وویل، امر وکړئ جناب عالي.

 پاچا په پخلنځي کې دوه قدمه وړاندې ولاړ، اشپز ته یې شا کړه، ویې پوښتل، د خوښۍ راز دې راته ویلای شئ!

اشپز ورخطا غوندې شو،

 وویل، ومې بښئ که بې ادبي رانه شوې وي،

پاچا ورغبرګه کړه، زما د پوښتنې ځواب راکړه.

اشپز وویل، کور لرم، ګزاره مې ښه ده، اولادونو ته مې په مړه ګېډه ډوډۍ رسېږي، زه هم تر خپلې وسې هڅه کوم، چې خوشاله یې وساتم، نو که و وایم په ټوله کې له خپله ژونده راضي یم.

پاچا له پخلنځي ووت، د اشپز د خوښ اوسېدو راز یې له وزیر سره شریک کړ. وزیر پاچا ته ویل، قربان!

 زموږ اشپز لکه، چې تر اوسه له ۹۹ نومې ډلې سره نه دی یو ځای شوی، ځکه خوشاله ده، که دی هم له دې ډلې سره یو ځای شي، نو بیا خوښي پرې حرامه ده، خو که  وتوانېږې، چې له دې ډلې سره یو ځای نه شي، نو ښکاري، چې نیکمرغه به وي.

پاچا په حیرانۍ سره وپوښتل دا ۹۹ نومې ډله یې بیا څه شی ده؟

وزیر وویل، که غواړئ پوه شئ، چې ۹۹ ډله څه ډول یوه ډله ده باید ځینې کارونه تر سره کړئ،

خبره یې پسې اوږده کړه، د پخلنځي په دروازه کې د ۹۹ طلایي سیکو یوه همیانۍ کېږدئ ډیر ژر به پوه شي، چې ۹۹ کومه ډله ده.

پاچا هم د وزیر خبره ومنله، امر یې وکړ، چې د پخلنځي د دروازې مخې ته د ۹۹ طلایي سیکو یوه کڅوړه کېښودل شي.

 همداسې وشول.

اشپز له خپل کار کولو وروسته د کور پر لوري تکل وکړ، د پخلنځي مخې ته په ایښودل شوې کڅوړې یې سترګې ولګېدې، خلاصه یې کړه، که ګوري، چې کڅوړه له طلایي سکو ډکه ده، ور پورته یې کړه، پخلنځي ته د ننه شو، د سیکو په شمېرلو یې پیل وکړ، طلایي سیکې یې دوه ځله شمار کړې، ۹۹ به شوې، له ځان سره به یې وویل،

 نه تېروتی یم،

 دا سیکې باید پوره سل وي، خو په درېیم ځله هم سیکې هماغه ۹۹ وې،

اشپز په فکر کې ډوب شو، له ځانه سره به یې ویل، چې دا سلمه سیکه به چیرته وي؟

پلټنه یې پیل کړه، ځان یې ښه ستړی کړ، خو څه په لاسه ور نه غلل،

 ستړی ستومانه کور ته راوان شو، سهار ناوخته له خوبه پورته شو، په مېرمنې یې غوسه وکړه، ولې مو وختي له خوبه پورته نه کړم.

 اوس نو هغه پخوانی خندرویه او خوشاله اشپز نه و، په کور کې به یې هره خبره له غوسې ډکه وه، دندې ته یې هم د نور کله په څېر په مینه نه راتلو،

 تل به یې په دې اړه فکر کولو، چې دا سلمه سیکه به چیرته وي او څه ډول  یې لاسته راوړي.

پاچا لا هم نه پوهېدو، چې د طلایي سیکو دې کڅوړ ولې پر اشپز دومره بده اغیزه وکړه،

د لامل په اړه یې له وزیره وپوښتل.

وزیر ورته وویل، قربان!

اوس نو اشپز رسمأ د ۹۹ مې ډلې غړی شو.

د دې ډلې غړي داسې دي، چې هر څه لري، خو راضي نه دي، دوی تر خپلې وسې پورې کار کوي تر څو ډیر څه لاسته راوړي، دوی غواړي، څومره ژر چې کېدای شي سلمه سیکه هم لاسته راوړي، همدا یې د خپګان او ستړیا اصلي لامل دی.

دوي د همدې لپاره خپلې خوښۍ له لاسه ورکړې دي.

دا ډله د ۹۹ ډلې په نوم یادېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button