سيمه او نړۍ
فرانسه: د اور لگېدو پېښه کې نولس تنو ته مرگ ژوبله اوښتې

د فرانسې په روين ښار کې د يوې زوکړې ورځې د لمانځنې پر مهال د مشروباتو په يوه پلورنځي کې اور لگېدلی، چې له امله يې نولس تنو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. د سيمې خلک وايي، له اور لګېدو سره سم يوه درنه چاودنه وشوه.
د فرانس د کورنيو چارو وزير برنارډ کازانوو ويلي، چې اور تېره شپه ناوخته د «کوبا ليبره» په نوم د مشروباتو يوه پلورنځي کې لگېدلی. نوموړی وایي د پېښې د لامل په اړه پلټنې روانې دي.
له پنځوسو ډېر اور وژونکي د اور د وژلو لپاره د پېښې ځای ته استول شوي وو. گمان کېږي اور به د زوکړې د لمانځنې پر مهال د بلو شويو شمعو له اوره لگېدلی وي.