خبرونهروانې چارېسلايډ

حامد کرزی: له بهرنیو د بمبارۍ غوښتونکي افغانان نه دي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی له برتانیايي ورځپاڼې «گارډین» سره په مرکه کې ویلي چې څوک له بهرنیو پوځیانو غواړي چې په افغانانو بمباري وکړي افغانان نه دي. کرزي دغه څرگندونې وروسته له هغې کړي چې په هلمند کې افغان ځواکونو له طالبانو سره په جگړې کې له ماتې وروسته د بمبارۍ غوښتنه کړې وه.

له تېرو دوو میاشتو راهیسې هلمند کې د طالبانو او ملي اردو سرتېرو تر منځ سخته جگړه روانه ده. د گارډين ورځپاڼې د خبر له مخې د هلمند کجکي، سنگین او موسی کلا ولسوالۍ د حکومت له ولکې وتي او طالبان پرې واکمني کوي. ورځپاڼه زیاتوي چې افغان حکومت اوس یوازې د افغانستان په ۶۵.۶ سلنه خاورې کنترول لري او یوازې سږکال حکومت د ۵.۱ سلنه خاورې کنترول له لاسه ورکړی دی.

کرزي همدارنگه زیاته کړې چې د ماتې په وخت کې موږ له بهرنیو غوښتنه نشو کولی چې موږ ته دې زموږ خپلې سیمې بېرته ونیسي. هغه زیاته کړه چې دا د افغانانو غوصه راپاروي چې پردي یې په ځمکه بمبارۍ وکړي او چا چې دا سیمې نیولي دي له موږ څخه دوی د ملکیت ډېر حق لري. کرزی همدارنگه زیاته کړه چې زه دا څرگندونې د دې لپاره نه کوم چې په حکومت دې فشار راشي.

د هلمند د تېرې میاشتې په جگړې کې شاوخوا پنځوس برتانیاوي پوځیان وژل شوي چې دا د دوی په تېر پنځلس کلن ماموریت کې تر ټولو ستره بشري ضایعه ده. په تېرو څوارلسو کلو کې ټول ۴۰۵ تنه برتانوي پوځيان مړه شوي دي.

کرزی وايي چې ما له افغان حکومت څخه څوا وارې غوښتنه کړې چې د امریکايي پوځيانو بمبارۍ ودروي ځکه چې د دوی بمبارۍ کیمیاوي مواد لري او زموږ کرهنه له منځه وړي، ناروغۍ ډېروي او جگړه ته پای نه ورکوي. کرزي دا څرگندونې په داسې حال کې کړي چې اوباما ژمنه کړې چې د ۲۰۱۷ تر پایه پورې به د امریکايي پوځيانو په شمېر کې لېږوالی نه راوړي او هوايي بمبارۍ به ډېروي.

کرزی د امریکایانو له بمبار سره له پخوا نه مخالف وو او په اړه یې له امریکایانو سره څوا وارې لفظي شخړې هم کړي دي. کرزی د امریکایانو په خپل سري عملیاتو باندې کلکې نیوکې کړې وې چې په پای کې امریکایانو هم دغه عملیاتو ودرول.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button