خبرونهسلايډسيمه او نړۍ
د امارات شرکت الوتکې اور اخیستې

دوبۍ کې امارات هوایي شرکت نن د دوبۍ په هوایي ډګر کې د کېناستو په حالت کې اور اخیستی دی.
په الوتکه کې ۲۷۵ تنه سپاره ول چې د چارواکو په وینا د الوتکې سپارو مسافرینو ته ځاني زیان نه دی اوښتی.
اولوتکه د هند له هوایي ډګر څخه پورته شوې، خو د الوتکې د عوارضو له کبله یې د دوبۍ په هوایي ډګر کې بېړنۍ ناسته کړې چې د ناسته په وخت کې له ځمکې سره لګېدلې او اور یې اخیستی.
د دوبۍ د رسنیو له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دوبۍ هوایي ډګر د یو څه مودې لپاره د کورنېو او بهرنیو الوتکو لپاره ځنډول شوي.