سيمه او نړۍ

د ترکيې لومړی وزير: پوځ د ګولن له کسانو څخه پاک شو

د ترکيې لومړی وزير علی بن يلدرېم وايي چې د ترکيې پوځ د فتح الله ګولن له کسانو څخه چې څه موده وړاندې يې د کودتا هڅه کوله، پاک شو.

آر ټي ټلويزيوني شبکه راپور ورکوي چې علي بن يلدرېم دغه څرګندونې د جمعې په ورځ، ۲۹ جولای، وکړې. هغه وويل چې ټول هغه پوځيان چې د فتح الله ګولن له پاره يې کار کاوه، له خپلو دندو لرې شوي دي.

د يادونې وړ ده چې نږدې پڼځلس ورځې وړاندې په ترکيه کې د پوځ يوې ډلې پر مشروع حکومت د کودتا هڅه وکړه، چې ډېر ژر د خلکو له لورې ناکامه شوه او واک له حکومت سره پاتې شو. د ترکيې حکومت په امريکا کې مېشت داعي، فتح الله ګولن تورنوي چې د کودتا د هڅې اصلي طراح دی او په پوځ کې د هغه کسانو د کودتا هڅه کوله.

ګولن که څه هم له اردګان او اوسني ترکي حکومت سره ښې اړيکې نه لري، خو وايي چې د کودتا هڅه يې نه ده ترسره کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button