روانې چارې

امریکا غواړي داسې وکړي!

تیره ورځ امریکا له افغان دولت سره د وارسا په غونډه کې دا ژمنه وکړه؛ چې دوي به د افغان سرتیرو سره تر ۲۰۲۰ کال پوري مالي مرسته کوي. ددې مطلب دا شو: دوي دا پلان لري چې تر ۲۰۲۰ کال پوري خو جګړه په افغانستان کې یقیني ده. او نور هم لا معلومه نده چې دوي غواړي تر څه وخته په افغانستان کې دا جګړه روانه وي. او د دوې نوي ولسمشر به څه پلان ولري؟ نور به په افغانستان کې جګړه څومره وغځوي؟ او دوي به تر څه وخته دي له وحشته ډک مدیریت ته دوام وکړي؟
امریکا مو په هېواد کې ډیر شوم اهداف علمي کول غواړي؛ د دوي اصلي هدف همدا دی، چې لومړی مو په جګړه کې ښکیل کړي او دا لږ اتفاق مو هم له منځه یوسي، بیا وروسته هغه شوم او ناولي اهداف راباندې عملي کړي. ددې جګړي او مرستو نه دوې تر ننه ډیري لوي ګټي اخیستي دی، نور هم غواړي ددې جګړي نه ګټه واخلي. غواړي اسلامیت مو له مینځه یوسي. دا اسلامي عقیدي مو خرابي کړي، کله چې د اسلام نه مو وباسي او په نوم مو اسلام په زړونو کې پاتې شي دا د دوي لوي هدف دی. او هغه وخت به دوي په افغان خاوره کې خپل پوځي ماموریت هم پاې ته ورسوې. بیا به مو د خپلو منځیو جګړو د حل لپاره د تلویزیون په پرده باندې د ویاندویانو په واسطه د خواشني پیغامونه راکوي. هغه وخت به بیا د حل لاري راښي.
د دوې لدي چټلو مرستو او نامعلومو خبرو نه دا له ورایه ښکاري چې دوي نه غواړي په د افغانستان کې سوله راشي. غواړي تل مو په جګړه کې همداسي ښکیل وویني او بیا مو برخي سره تقسیم کړي.
دوې مونږ خپل اختیار او واک ته نه پریږدي، دوي مو که په ریس جمهور باندې خپلو اهدافو ته ونه رسیږي، د حکومت له نور لوړ پوړو چارواکو نه مو ګټه اخلي؛ غواړي له مونږ سره دوه مخي سیاست وکړي لکه تر ننه یې چې راسره کړي دی.
د دوي لوي ارمان او هدف دا دی، چې په اسلامي ټولنو کې تفرقه او بي اتفاقي رامینځ ته کړي. او غواړي مونږ تهدابي خراب کړي. په اسلامو اعقایدو کې مو داسي اختلافونه رامنځته کړي. او اسلامي ټولني تل په جګړه کې ښکیلي وي، تل مو متفرق وساتي او هغه وخت دوي خپلو شومو اهدافو ته رسیږي.
پاکستان یې زمونږ د خلکو لپاره د اصلي دښمن په توګه معرفي کړي دی. ځکه چې یو اسلامي هېواد دی، هر څه که په پاکستان کې پیښیږي؛  او هر تاوان چې نړۍ ته د پاکستان نه منځته راځي نو دا ټول ددي ناولي غرب کارونه او پلانونه دی.
دوي غواړي په هر ډول چې وي، په قیمت چې کیږي؛ دوه اسلامي هېوادونه سره په جګړه کې ښکیل کړي. د دوې دا هدف دي چې کور په کور مو سره دوښمنان کړي.
اي د افغانستان غیور ملته!
که غواړي د غرب لدي ناولو هدفونو مانع وګرځي او دوي همداسي ذلیله پاتې شي؛ نو هیله کوم یو بل ته قدر ورکړئ؛ یو بل ومنئ، مشر ته مو احترام وکړئ، مشر مو معلوم کړئ، کلک ملاټر یې وکړئ او متحد شي اي زما مسلمانو وروڼو هیله کوم درنه یو د بل په څنګ کې ودیږي او متحد شئ. چې غرب درباندي هيڅ کله هم بریالي نه شي.
او ددې حالت نه د وتلو لار دا ده: ګرانو وروڼو چې تعلیم ته مخه کړو، د خپل قلم په زور باندي یې مات کړو او ضعیفه یې کړو لدې حالت نه د وتلو یواځني همدا دوه لاري دی.
لیکوال: سلیمي نړیوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button