روانې چارې

اروپايي اتحادیه او حقیقت / محمد عالم امین

انګلیس هغه قوم دی چې نه یوازې ېې په اروپا بلکې په ټوله نړۍ ېې د خپلې مغروري امپراتورۍ څادر غوړولای وه.
په لومړی او دویم نړیوالو جګړو کې د انګلستان امپراتورې ته بې سارې ځاني او مالي خسارات او تلفات ورسیدل. هماغه وه چې د بیا حیثیت د را ژوندي کولو لپاره انګلیس او د اروپا اکثره هېوادونو د اروپا اتحاد لپاره سره راټول شول. په دې اتحاد کې ېې څو ګټې درلودې:
لومړی: اروپا په دویم نړیوال جنګ کې خاورې شوې وه، نو د بیا جوړولو لپاره سره راټولیدل.
دویم: د غربي اروپا هېوادونو د کمونیزم څخه ویره درلوده
دريم: د نصرانیت او یهودیت هغه پخوانۍ د صلیبي جنګونو احساس راژوندی کول
که څه هم د اروپا د اتحاد لپاره کار د اولسمې او اتلسمې پيړیو را پدیخوا شروع شوی وه. خو عملاً ېې کار د ۱۹۴۴ میلادي کاله څخه را په دېخو ا شروع شو. انګلیستان په ۱۹۷۳ م کال کې په اروپايي اقتصادي ټولنه کې غړیتوب تر لاسه کړ، چې وروسته بیا دغه سازمان په ۱۹۹۲ م کال کې د اروپا د اتحاد په نامه ونومول شو. په نړۍ کې ډیر نړیوال سازمانونه شتون لري خو د اروپايي اتحادې په شان یو داسې سازمان نشته چې یوه پیسه (یورو) ولري، سرحدونه د هېوادونو تر منځ ونلري، د کارګرانو تګ راتګ باندې پابندي نه وي او ….
دا چې انګلیس په اروپايي قومونو کې یو مغرور قوم دي نو د اروپايي اتحادې څخه وخت په وخت د وتلو رایه اچونه کړې چې بلاخره په دې وتوانیدل چې ۵۱.۸ سلنه خلکو د رایو په اساس د اروپايي اتحاد څخه ووځي. سوال دادي چې ولې انګلیس د اروپايي اتحادې د غړیتوب څخه لاس په سر شو:
هغه خلک چې د اروپايي اتحادي څخه د انګلیس په وتو خوشحاله دي لاندې دلایل وايي:
۱: دوي وايي چې هېواد به مو په اقتصادي برخو کې خپل واک شي او د اروپايي اتحادې د اقتصادي قوانینو څخه به خلاص شي او هغه هېوادونه چې په اقتصادي برخو کې ډیره په چټکه روان دي لکه هند او چین د هغوۍ سره به په ازاده توګه په اقتصادي چارو کې رابطه پیدا کړو.
۲: د انګلیستان غړیتوب په اروپايي اتحادې کې دې ته زمینه برابروي چې د نورو اروپايي هېوادونو څخه اروپایان او مهاجرین د اروپايي اتحادي د اصولو په اساس انګلیستان ته راشي او دلته کار واخلي او خپله د انګلیس تبعه بې کاره پاتې شي.
هغه خلک چې په  اروپايي اتحادې کې د انګلیستان غړیتوب غواړي دلیل ېې دادی چې د اروپايي اتحادي په غړیتوب سره به د انګلیستان تبعه د اروپا په نورو هېوادونو کې د کار زمینه مساعده شي.
حقیقت:
دا سازمان د یهودو او د نصاراو یو مشترک سازمان دي چې د دجال راتګ لپاره  سره یو ځای کار کوي. د دي لپاره چې د اروپايي اتحادیې سازمان باندې لږ څه ښه پوه شو راځو د یاد سازمان بیرق تر څیړنې لاندې نیسو. که تاسو د اروپا اتحاد بیرق ته وګورئ په دې بیرق کې دولس ستوري دي چې د دې دولس ستورو څخه دوۍ ظاهراً داسې معانا خلکو ته ورکوي چې د دولس نمبر د اتحاد نمبر دي. خو د پردې تر شاه بیا دولس ستورې بله مانا لري چې په لاندې ډول ېې شماره وار تر څیړنې لاندې نیسو:
اول:  پخوا وخت کې د اسرایئلو دولس قبیلې وې.
دویم: پخوا وخت کې د اسرایئلو دولس بادشاهیان وه.
دریېم: د عیسوې کال دولس میاشتې دي
څلورم: ۱۲ لومړنی پیغمران چې عیسویانو ته ېې لار ښونه کوله
پنځم : په پخوا وخت کې د روم دولس قوانین وو
شپږم: د یوروشلم یا هم د بیت المقدس ۱۲ دروازې دي چې دوۍ يې په اتحاد سره د نیولو تر ابده پورې زیار باسي
اووم: د یعقوب (علیه وسلم) دولس زامن
اتم: دولس ورځي د عیسویانو اختر یا کریسمس دي
نهم: ۸۰۰ قبل الملاد سمیراس چې یوه ښځه وه د بایبل د ښار اساس ېې کیښود، چې د دې  د سرتاج دولس ستوري درلودل
لسم: د مصر دولس خدایان ول
یولسم: په اروپا کې دولس شماره د خدای او مخلوق د نږدي والې علامه ده، دا قوم وايي چې د ځمکې په سر یواځنی قوم چې الله تعالی ته نږدي دي دوۍ دي. نو د ستور مانا څخه هم موږ ته جوته کیږي چې یاد سازمان یهودو، نصاراو او دجال ته په مشترکه توګه کار کوي.
دا حقیقت دې چې نن ورځ اروپا په ټولو سياسي، فوځي، علمي، اقتصادي او ټکنالوژي قوتونو په نړۍ حاکمه ده،  دا چې دغه او نور سازمانونه د یهودو او نصارو د حاکمیت لپاره کار کوي دغه اتحادونه به ېې یوه ورځ له منځه ځي چې دغه خبره الله تعالی په قرانکریم کې ذکر کړې:
وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مِنكُمۡ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَيَسۡتَخۡلِفَنَّهُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ كَمَا ٱسۡتَخۡلَفَ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمۡ دِينَهُمُ ٱلَّذِي ٱرۡتَضَىٰ لَهُمۡ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّنۢ بَعۡدِ خَوۡفِهِمۡ أَمۡنٗاۚ يَعۡبُدُونَنِي لَا يُشۡرِكُونَ بِي شَيۡ‍ٔٗاۚ وَمَن كَفَرَ بَعۡدَ ذَٰلِكَ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡفَٰسِقُونَ ٥٥
ژباړه : الله جل جلا له ستاسو نه د هغو کسانو سره چې مؤمنان دي او ښه عملونه وکړي وعده کړی ده چې هغوی په هماغه شان خلفه ګان وګرځوي لکه چې له هغو نه مخکې تير شوی خلک يې ګرځولي وو د هغو لپاره به د هغو دين پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله جل جلا له د هغو لپاره خوښ کړی دی او د هغو د وېرې اوسنی حالت به مو په امن بدل کړي هغوی دی زما بندګي کوي او له ما سره دی څوک نه شريکوي او څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي نو همداسې کسان فاسقان دي .
د ایت تفیسر په دې دي چې یوه ورځ به هغه مومنان چې صالح دي الله تعالی به د ځمکې خلافت یو ځل بیا ورکوي، چې اخرې خلیفه به د ځمکې پر مخ مهدي (علیه وسلم) وي، چې پر ځمکې به یو ځل بیا د الله تعالی احکام عملي کوي، ظلم، وحشت، بې عدالتي او نورې تیارې به له منځه وړي او عدل به قایمه وي. او په اخره کې به بیا عیسی (علیه وسلم) راکښته کیږي. ټوله نړۍ به اسلام نیسي. الله تعالی هم دا په خپل سپیڅلي کتاب کې فرمایلي:
إِنَّ ٱلدِّينَ عِندَ ٱللَّهِ ٱلۡإِسۡلَٰمُۗ
یعنې الله تعالی ته د ځمکي پر سر تر ټولو غوره دين اسلام دي. نو د یهودیت، عیسویت او نورو دینونه او اتحادونه به له منځه ځي او اسلام به قایم شي او بیا به په اخره کې قیامت قایم شي.
یادونه: امکان د دې شته چې انګلیستان د یو څه ننګونو څخه وروسته بیا اروپايي اتحاد کې غړیتوب تر لاسه کړي، خو دغه کفري اتحادونه به یوه ورځ له منځه ځي او د اسلام دین به قایم کیږي او بیا به د قیامت ورځ د جوړیدو لپاره لاره هواره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button