استازی کتاب چاپ شو
په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر او ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کتاب «The Envoy» پښتو ژباړه چاپ او بازار ته وړاندې شوه.
ښاغلي زلمي خلیلزاد په دې کتاب کې په افغانستان او په عراق کې د امریکا په ملاتړ د دولت جوړونې پر بهیر، ننګونو او په دې بهیر کې د امریکا پر رول بحث کړی دی. په کتاب کې د افغانستان بحث د بنُ له غونډې پیلېږي او بیا د ۲۰۰۴ کال د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته د منتخب حکومت تر وخته پورې مسایل په ځان کې رانغاړي.
خلیلزاد څرګندوي چې افغانستان په دې موده کې د پرمختګ پر مسیر روان و، خو وروسته د پاکستان د دوه مخي سیاست او د امریکا متحده ایالتونو د ناسمو سیاستونو له امله دغه هېواد د کړکېچ لومې ته ولوېد. په کتاب کې ګاونډي هېوادونه، جنګسالاران او وسله وال په افغانستان کې د نوي دولت پر وړاندې اساسي خنډونه ګڼل شوي دي. کتاب په ټوله کې پر درېیوو برخو او ۲۶ څپرکیو وېشل شوی دی.
لومړۍ برخه د خلیلزاد خپل شخصي ژوند ته ځانګړې شوې ده، چې له خپل پلرني ټاټوبي لغمان څخه بلخ ته له کډه کېدو نیولې او بیا له کابله د یوه بورس له لارې د امریکا متحده ایالتونو ته د زده کړو لپاره تګ په کې شامل دي.
دویمه برخه یې په ۲۰۰۱ کال کې د جورج ډبلیو بوش په اداره کې د مهم چارواکي په توګه د زلمي خلیلزاد ګومارل کېدل دي، چې بیا په ۲۰۰۲ کال کې پر افغانستان د امریکا له یرغل سره سم نوموړی د بوش په اداره کې تر دې هم لوړو پوړیو ته رسېږي.
د کتاب درېیمه برخه په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ د امنیت پر وړاندې موجوده ګواښونو ته ځانګړې شوې ده. خلیلزاد په نړۍ کې د یوازېني زبرځواک په توګه د امریکا متحده ایالتونو لپاره دغه کال خورا مهم او له ننګونو ډک بللی دی. ده په دې اړه د امریکا متحده ایالتونو او راتلونکي ولسمشر ته ځیني وړاندیزونه او سپارښتنې کړې دي.
استازی کتاب د اکسوس کتاب پلورنځي په مالي او تخنیکي ملاتړ د ښاغلي لطف الله لطف له خوا په روانه او اسانه پښتو ژباړل شوی دی. دا کتاب سر له ننه په کابل ښار کې د اکسوس کتاب پلورنځي له ټولو اړونده څانګو ترلاسه کولای شئ.