ټولنه

يورپي کېلينډر يا جنتري / صفيه حليم

ورځ او شپه په ۲۴ ساعتو کې د ويشلو کار په لومړي سر کې د بابل سوميريانو په ۴ ق م پېړۍ کې وکړو.
لومړۍ جنتري يا کېلينډر په ۵۳۵ ق م کې د روم د سلطنت له خوا جوړ شو چې ۳۰۴ ورځې او ۱۰ مياشتې يې لرلې. لومړۍ مياشت يې مارچ وه. په ۴۶ ق م کې د دې لپاره چې کال د څلورو موسمونو يا فصلونو سره ( ژمې- اوړې- خزان او سپرلي ) سره برابر کړي، د روم باچا جوليس سيزر ۸۰ ورځې ورزياتې کړې او يو کال د ۴۴۵ ورځو شوه. دوه نورې مياشتې جنوري او فروري هم پکښې ورزيات کړې شول او دا جنتري د “جوليان” په نوم مشهوره شوه.
خو تر هغې روم کې د پارس او هند د جنتريو په اړه معلومات شوي وو او جوليان کې يې بدلون راوستلو. خو هغه کال د اپريل د لومړۍ نيټې نه پېل کيدو او د اوسني نه ۱۱ ورځې پکښې زياتې وې. په ۳۲۵ م کې د روم عيساي باچا کانسټنټاين د اتوار(يک شنبې) ورځ د عبادت لپاره وټاکله. په ۱۵۴۵ م کې د مسيحيانو روحاني مشر پوپ(درېم پال) د ستورپوهانو د علم په بنسټ پکې نور اصلاحات راوستل. د کرسمس او د ايسټر د نمانځنو وختونه يې اعلان کړل.
که تاسو په ګوګل کې د ۱۷۵۲ ميلادي لتون وکړئ نو هلته د اپريل په مياشت کې ۱۱ ورځې نشته. دا هغه کال و چې انګلستان د روم د جنتري نه ځان وويستلو او دا اوسنی ګريګوريان کلينډر يې جوړ کړو.
د لمر (شمسي) نظام سره په انډول يو کال د ۳۶۵ ورځو او ۶ ساعتو وټاکل شو. هر ۴ کلونو کې يوه ورځ ورزياته کړې شوه چې د فروري ۲۹ نيټه وي او ليپ کال په نوم يادېږي.
د انګلستان باچا امر وکړو چې ۱۱ ورځې دې جنتري نه وويستل شي. په انګلستان کې مزدورانو په هغه مياشت کې ۱۱ ورځې لږ کار وکړو خو معاش يې ورته د پوره مياشتې ورکړو. هم هغه راهيسې د معاش سره چوټي نظريه رامنځ ته شوه. په ګريګوريان کلينډر کې جنوري لومړۍ مياشت وټاکل شوه. له دې وروسته هم ډېرو خلکو د اپريل لومړۍ نيټه د نوي کال په توګه نمانځله. کله چې خلکو د باچا د امر نه سرغړونه وکړه نو يو بل امر جاري شو چې هغه څوک چې د اپريل لومړۍ نيټه د کال لومړۍ ګڼي، کمعقل (فول) دی. له هغه راهيسې د اپريل لومړۍ د اپريل فول په نوم مشهور شو.
د ۱۱ ورځو دا توپير تر ۱۹۲۹ م د روم او انګلستان تر منځ روان و تر څو ټول مسيحي کلينډر ګريګوريان ته واړول شو.
دغه کال په جوليان جنتري کې “اېنو ډوميني” او په ګويګوريان جنتري کې کامن ايرا نوميږې.
جرمني او هالينډ په ۱۶۹۸ م کې خپله جنتري واړوله. روسانو په ۱۹۱۸ م کې ګريګوريان کلينډر خپل کړو. د ليپ کال سره سره هم ګريګوريان کيلينډر د زمکې د تاويدو نه ۲۶ تانيه (سيکنډ) زيات دی. په دې جنتري کې اوس هم غلطي ده ځکه هغه پادري چې د عيسا د زيږيدو له نيټې سره يې کلينډر برابر کړې و، څلور کاله پکې حذف کړي دي. په دې توګه يويشتمه پېړۍ بايد په ۳۱ دسمبر ۱۹۹۵ م کې پېل شوې وې.

د ليکولې له بلاگ څخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button