په افغانستان کې د واک پر سر شخړهروانې چارېسلايډ

د بغاوت ډېرېدل (۱۱)

کای ایډه – په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پخوانی استازی
ژباړن: سمیع الله ایلم

د ولسي وګړو د وژلو پر وړاندې زموږ غبرګونونه جدي وو. ځینې وخت به دا بحثونه او مخالفتونه دومره تاوده او ګرم شول، چې له کنټروله به ووتل. ملګرو ملتونو باید غبرګون ښودلی وای، ځکه چې نړیوالو ځواکونو د ملګرو ملتونو تګلاره ــــــ منشور او اجازه له ځان سره درلوده او له بلې خوا موږ یو له بل سره ګډه همکاري هم درلوده، چې په اسانه مو کولای شوای یوې پایلې ته ورسیږو. سره کېناستلو به او خبرې او موضوع ګانې به مو سره مطرح کولې. خو که ورته پیښې به د طالبانو او یا هم نورو مخالفینو لخوا تر سره کیدلې، نو په هغه صورت کې به ټوله خبره په غندلو را ټوله شوله او بس ځکه چې نور څه مو له وسه پوره نه وو. موږ او طالبانو هیڅ اړیکې ترمنځ نه درلودلې چې خبرې مو سره کړې وای. زموږ دغه کار له نصاف څخه لرې لیدل کیده او شکایتونه یې را پارول.

زه هغه مهال ډير خجالت شوم، چې کله سفیر فرانک ریک سیررډون د ۲۰۱۰ز په جنورۍ کې د بریښنالیک پر وسیله دناالنډولۍ خبره راپورته کړه.

دغه بریښنالیک داسې وخت را ورسیده چې موږ ایله په دې نږدې ورځو کې، په ۲۰۰۹ز کې د ملکي وګړو د تلفاتو شمیرې خپرې کړې وې او د رسنیو سرټکي دا وو، چې د ملکي وګړو په شمېره کې ډېر والی راغلی دی. موږ باید په خپلو خبرپاڼو او پریزنټیشن کې دا روښانه کړې وی، چې د افغان او نړیوالو ځواکونو له خوا د پام وړ کمښت رامنځته شوی و. په ۲۰۰۹ز کې ډيری ملکي وګړي د طالبانو، حقاني شبکې او نورو ډلو لخوا وژل شوي دي. شمېرو ښودله، چې ۲۰۰۹ز د طالبانو د راپرځیدو څخه وروسته ډېر خونړی کال و. ټولټال ۲،۴۱۲ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، چې د ۲۰۰۸ز سره په پرتله ۳۰۰ او د ۲۰۰۷ز په پرتله ۹۰۰ ډېر والی راغلی و. د افغان او نړیوالو ځواکونو لخوا د ملکي تلفاتو په رامنځته کولو کې کمښت تر ۲۸ سلنه و. دا یو ډرامتیک پرمختګ و. ۶۷ سلنه ملکي تلفات دوسله والو لخوا وو. افغان او نړیوال ځواکونو د ملکي تلفاتو په رامنځته  کېدو کې ۲۵ سلنه مسولیت درلود. پاتې نوره سلنه د نورو ټپلو، چې جنايې هغه هم په کې راځي، رامنځته شوي وو.

کله، چط د ۲۰۱۱ز په مارچ کې د ۲۰۱۰ز کال شمېرې خپرې شوې هماغه د ۲۰۰۹ز خبره وه د ملکي تلفاتو په برخه کې ونډه ٪۱۶ وه او پاتې ٪۵۷ سلنه دوسله والو پر غاړه وه.

په ۲۰۱۰ز کی ملا عمر، طالبانو ته ځينې لارښونې د تګلارې په بڼه خپرې کړې. ده د ملکي تلفاتو پر مخنیوي ټینګار کړی و. خو دده خبرې یوازې د پروپاګنډې یوه برخه وه کوم د پام وړ بدلون یې رامنځته نه کړ. د ملکي تلفاتو په اړه موږ او طالبانو  جلا جلا انګیرنې درلودې. دوی حکومتي مامورین، قومي سپین ږیري او د دوی کورنۍ، چې له دوی سره یې مرسته نه وه کړې او په مقابل کې یې له حکومت سره مرسته کوله، دا ټول د طالبانو موخې وې.

غلچکي بریدونه، ځانمرګي، د سړک د غاړې ماینونه، موټر بمونو چاودنې زیاتې شوې وې. یو شمیر افغانانو د دې پېښو قربانیان شول. ځکه، چې دوی په ناسم وخت او ناسم ځای کې راګير شوي وو. پر دې سربېره پر ښوونځیو، کلینکونو بریدونه ډېر شوي وو. د یونیسف دراپور له مخي په ۲۰۰۹ز کې یوازې پر ښونځیو ۶۱۳ بریودنه شوي وو. د هغه مهال د ناوړه امنیتي وضعیت له کبله په هلمند کې ۷۰ سلنه او په زابل او نورو سویلي سیمو کې ٪۸۰ سلنه ښوونځي تړل شوي وو؛ په ځانګړې توګه د نجونو مخه نیول کېده، چې ښونځیو ته ولاړې نشي. د مرستندویه موسسو کارمندان د طالبانو او نورو وسله والو ډلو تر بریدونو لاندې راغلل. د طالبانو له انده د مرستندویه موسسو کارمندان له یو نامشروع حکومت څخه ملاتړ کاوه.

کړېډل، ځورېدل د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د عامو افغانانو او مرستندویه موسسو د کارمندانو د روزمره ژوند برخه ګرځیدلي وو. د طالبانو له اړخه د عامو خلکو د ځورونې په اړه څرګندې او رڼې شمېرې موجودې نه وې. خو پوښتننه اوس دا ده چې د ځورولو او کړولو برسیره، څنګه طالبانو کولای شول چې خپلو لیکو ته کلیوال ځوانان ور مات کړای شي؟ د ۱۵۰،۰۰۰ زره پر پرختللو وسلو سمبال نړیوال ځواکونو په شتون کې او د افغان ځواکونو په موجودیت کې چې په تدریجي توګه وده کوي، بیا هم څنګه طالبانو په دې توانیدل چې د خلکو ځورولو او کړولو ته ادامه ورکړای شي؟

ډېر دلایل شته، چې ځینې به یې په ګوته کړو خو ځينې نورهغه یې بیا یو څه سخت دي، چې سړی پرې پوه شې. ډیری افغانانو پر نړیوالو ځواکونو خپل باور له لاسه ورکړی دی. اصلي ستونزه دې باوور ده. جنرال مک کریسټال په ۲۰۰۹ز کې په خپلو ستراتیژیکو ارزونو کې هم دې خبرې ته اشاره کړې ده. افغان کلیوال د یوناما او ایساف لخوا خپرې شوې شمیرې نه لولي او نه یې هم اوري. دوی په کلیو کې د مک کریسټال د ستراتیژیکې ارزونې او د تکتیکي لارښونو په اړه نه په څه پوهیږي او نه یې هم په اړه څه اوریدلي دي. په ورته وخت کې یې د ځواکونو په چلند کې هغه بدلون نه تر سترګو کیږي، چې موږ یې تمه درلوده.

د نړیوالو ځواکون په وړاندې کرکه زیاته شویده. افغانان اوس هم د هغو پیښو په اړه اوري او یا هم تجربه کوي چې  دنړیوالو ځواکونو په اړه د دوی د شکونو د لا زیاتیدو سبب ګرځي او په نړوالو ځواکونو د دوی باورونه لا پسې زیانمنوي.

که څه هم د نړیوالو ځواکونو لخوا د ملکي وګړو د تلفاتو کچه راټېټه شوې ده خو په سویل کې اوس هم خلک د سرتیرو بل ډول تجربې ګوري. دوی ګوري، چې مسجدونه یې له خاورو سره خاورې کیږي، ملکیتونه یې ویجاړیږي، کورونه یې کنډواله کیږي، کرنیزي ځمکې یې شاړیږي. له همدې کبله د نفوسو د پام وړ برخه په دې سیمو کې (سویل کې) نړیوالو ځواکونو ته د نظامي برخې سربېره په مذهبي، کلتوري او دودیزه برخه کې د تیري کونکو هغو په سترګه ګوري. کله چې یو تأثر رامنځ ته شي، بیا نو ډيرلږ څه ته اړتیا پیښیږي چې هغه تأثر ته وده ورکړي او ویې ساتي. د کابل د سړک په یوه څنډه کې چې د انتظار پرمهال، څو امریکایي ځواکونه تېر شي، افغان موټر چلونکي په غوسه ووایي: امریکایانو زموږ ټول ښار نیولې دی. که څه هم دا خبره سمه نه وه خو بیا هم دا د هغه سړي انګیرنه وه چې هره ورځ ېي له نړیوالو سره کار کاوه. افغانانو دهغو بیساري مرستو په اړه، چې نړیوالو افغانستان ته برابرې کړې وې ډير څه اوریدلي و. د بسپنه ورکونکو د دومره ژمنو سربیره بیا هم دوی په خپل ژوند کې کوم ځانګړی بدلون ونه لیده. دلته د هیلو یو کړکیچ دی، چې د نړیوالو او افغان ځواکونو شهرت له خاورو سره برابرولی شي. افغانان پوره باوري دي، چې دا بیسارې مرستې د فاسدو نړیوالو کمپنیو او فاسدو افغان چارواکو جیبونه ته لویږي. ډيری افغانان ګوري، چې څنګه یې چارواکي د بسپنې ورکونکو د مرستو او بډو اخیستلو له کبله پړسیږي. موږ د معافیت له کلتور سره ټکوو، خو افغانان دغه پدیده هره ورځ ګوري. پولیس، قضایي مامورین، سیمه ییز چارواکې ټول رشوت غواړي او بې وزله دبل هر چا په پرتله ډېر ځوریږي هغه کورنۍ چې لږ معاش لري نشي کولای چې خپل ژوند ته ادامه ورکړای شي.

هغه اټکلونه، چې په ۲۰۱۰ز کې د شفافیت نړیوالې ادارې خپاره کړي وو ډارونکي او راڼه و. راپور کاږي: په افغانستان کې د کال یو بیلیون ډالر رشوت ورکوول کېږي او هغه دولتي چارواکي یې اخلي، چې ډيريي په قانون پلي کونکو ادارو کې دندې لري. د راپور له مخې په هروا اوو افغانانو کې یو افغان رشوت ورکړی دی، په پولیسو کې .مهم بستونه، او یا هم په ښو ځایونو کې د یو چا ګمارل اوچته بیه لري. ځکه دغه پوستونه خرڅېږي چې د ناروا لارو څخه عایداتي منابع دلته له نورو ځایونو څخه ډیرې دي. بیا هم وایم، چې دا یوازې د افغانانو ربړه نه ده. داسې وضعیت ما په بوسنیا کې هم لیدلی و. یو وچ پر بده ورځ ککړ بوسینایي پولیس به پرته له کوم دلیله موټر ودراوه او د پیسو غوښتنه به یې کوله. دا، چې اوس څه کېږي عام افغانان یې نور زغم نه لري. ما به ، چې له افغانانو سره خبرې کولې له عدلي سیسټم به یې سر ټکاوه نهیلي به وو. دوی به راته ویل: که پیسې ونه لري هېڅ نه لرې. که چیرې بډایه وې اوپیسې دې درلودې او دوی په دغه حقیقت پوه شول نوبیا دې به یوې ادارې بلې ته او له بلې څخه بلې ته لیږي. په هرې شعبې کې ناست مامور خپل سهم غواړي. دغه کار ترهغې درسره تکراریږي څو له هر څه خلاص شې. کرزی دعوه کوي، چې تر ټولو لوی فساد نړیوالې ټولنې رامنځته کړی دی، چې افغان فساد یې پر وړاندې هیڅ هم نه دی. د ده دا خبره سمه نه ده. دلته د نړیوالو بسپنو او افغان فساد ترمنځ ډارونکې اړیکې شته، چې افغانان يې له بسپنه ورکونکو پانګه راټولوي او دا کوچنی فساد بیا پر ولس ناوړه اغیزه پریباسي. که چیرې ستا میاشتینی عاید ۶۰ ډالر وي نو ۲۰ ډالره رشوت ورکول سړی په واړه فساد کې نشي شمیرلی.

همدغه ۲۰ ډالره بیا د حکومتي جوړښت اعتبار او مشروعیت له پوښتنې سره مخ کوي او زغم له منځه وړي، چې بیا همدا چارواکي دبریدو لامل ګرځي او له کینې ډک چلند ورسره کوي. د نړیوالې ټولنې او د داسې حکومت، چې مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې دی ملایان هره جمعه په خپلو ویناوو کې په پراخه کچه خبرې ورپسې کوي.

د نړیوالې ټولنې له دښمنې ډک چلند او دافغان حکومت چې مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې دی، خلاف خبرې ورځ تر بلې ډېرېږي ملایان د جمعو په خطبو کې پر حکومت انتقادونه کوي او د اسلامي احکامو تر سیوري لاندې یې لا ډیر تر  پوښتنې لاندې راولي.

د یوناما ځېنو افغان مامورینو به موږ په دې اړه خبرولو، چې ملایان د لویدیز او افغان حکومت په اړه له پخوا څخه ډیر سخت دریځه شوې دي. د بهرنیو ځواکونو شتون او دحکومت پر وړاندې د غوسې او قهر کلتور ورځ تر بلې پراخیږي. پښتانه له دې حکومت څخه چې د اردو او پولیسو قومندانان یې د نورو قومونو څخه دي کرکه لري او ځانونه یو ډول ګوښه شوي فکر کوي. «طالبان» په هغو سیمو کې، چې عملیات کوي بهرني نه دي. جنګیالي له خپلو سیمو ګماري او د خپلو کلیو په څو میترۍ کې عملیات کوي. کورنۍ خپل زامن پاکستان ته د دیني زده کړې په موخه استوي چې هورې بیا د طالبانو تر اغیز لاندې راځي. دا د کورنۍ د مشر لپاره عادي خبره نه ده، چې د امنیت په بدل کې د طالبانو لخوا وګواښل شي او خپل زوی دوی ته ورکړي، طالبان خپلې پریکړې په اغېزناکه او له وحشته په ډګه بڼه پلې کوي. د حکومت له کنټروله بهر سیمو کې د طالبانو محکمې یواځېنۍ محکمې دي چې شتون لري. دا ډول محکمې د لویدیز د استازو او ځینو افغانانو له انده له وحشته ډکې وي. دا محکمې کې وحشي برخورد کوي او یا غیر وحشې خو په هغو سیمو کې چې پلې کېږي يو ډول د عدالت بوی له ځان سره لري او هغه هم ځکه چې حکومت چې حکومت هلته هیڅوک هم نه لري. افغانان له ورته محکمو سره له څو نسلو راهیسې بلد دي او دا ډول پیښه کوم نوی کار نه دی. بله خبره دا چې دا یواځې طالبان نه دي چې دغه ډول محکمې چلوي له دوی څخه مخکنیو حکومتونو کې هم ورته محاکم ترسره شوي وو. په افغان حکومت کې اوس هم داسې وزیران شته، چې د طالبانو د سرسختو دښمنانو څخه ګڼل کيږي، خو دوی په خپل وخت کې دا ډول پریکړې عملي کړي دي. ډير افغانان پر دې باور دي، اوسنۍ حکومت ادارې نشې کولای خلکو ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي. بس څه چې دوی کوي هغه یوازې د فساد او بې قانویۍ رامنځ ته کول دي. په ورته وخت کې دوی په دې باور هم دي چې نړیواله ټولنه په دې برخو کې ناکامه شوې ده. ما ورته حالت په بالکان او نورو ځایونو کې هم ولیده. داسی معلومیږي، چې قضایي سیسټم په تدریجي توګه څنډې ته شوی دی. موږ وکولای شو، چې روغتیاوي اسانتیاوي رامنځ ته کړو، ښوونځي، څاګانې، سړکونه جوړ کړو.ان، پوځ په پرمختللو وسلو سمبال او وروزو، خو قضايي سیسټم باید لومړي توب ولري او په ټیټه سترګه ورته ونه ګورو. په دې برخه کې دکار پوهانو موندنه سخته ده او ډیر لګښت غواړي او سخته دنده ده او خورا زیات وخت ته اړتیا لیدل کیږي. په یقیني توګه مذهبي بنسټپالنه د طالبانو لیکو ته د خلکو به جذبولو کې مهم رول لري او بله خبره داده، چې کله ځوانانو ته نورې دندې پیدا نه شي نو د پیسو لپاره هم طالبانو سره یوځای کیږي. زما په اند بل لامل د حکومت د نشتوالي سربېره د باور ستونزه او د نړیوالو ځواکونو شتون دی. کېدای شي همدا د طالبانو لپاره د نورو د ګمارنې لامل وګرځي.

خفګان د طالبانو لیکو ته د ورتګ سبب ګرځي او په پای کې دغه ځوان طالبان د مذهبي راډیکالۍ ښکار شي.

ددې کتاب نورې برخې دلته ولولئ :

      نورې برخې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button