روانې چارې

د هيواد د بانکي سیستم ستونزې او حل لارې/ محمد داود نیازی

په هيواد کې بانکي سیستم څه کم يو پیړۍ مخینه لري ،د بانکونو له شتون څخه وړاندې د هيواد صرافانو د بانک دنده تر سره کوله خو کله چې د پيسو حجم ډيراو سیستم مغلق شو ټول صرافان سره راټول او يوه لویه صرافي يې جوړه کړه ، دا هم تر يو وخته چلیده تر څو په 1311 لمریز کال د افغان ملي بانک په نامه نیمه دولتي بانک تاسیس چې څه موده وروسته بیا ټول دولتي اعلان شو . د افغان ملي بانک له تاسیس سره سم د هيواد په بانکي سیستم کې ژور بدلون راغلو له افغان ملي بانک څخه وروسته دویم بانک د افغانستان بانک تر نامه لاندې رامنځته او د هيواد مرکزي بانک وټاکل شو .

خو کله چې په هيواد کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شو نو ورسره یو شمیر نوربانکونه (پــــــښــــــــتـني بانــــــــــک،ګروي او تعميراتي بانــــک،کرنيز پرمختـــــيايي بانــک،ګلاب الدين شيرزايي بانــک،د صادراتو د پراختيا بانــک ، دصنعت د پرمختګ بانـــک ) هم تاسیس شول . او د هيواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ترسره کړو . په هيواد کې د جنګونو په رامنځته کیدو سره د هيواد اقتصادي او بانکي سیستم له منځه لاړو ، ترسره شوي پرمختګونه يې تر خاورو لاندې شول هيواد يې په اقتصادي لحاظ د دریمې نړۍ هيوادونو په قطار کې ودرو . په هيواد کې د موقت حکومت په رامنځه کیدو او نسبي امنیت په راتلو سره د بانکوالۍ نوی قانون تصویب او په هيواد کې د بانکوالۍ صنعت یو ځل بیا رامنځته شو .د بانکوالۍ نوي سیستم په مصنوعي ډول پرمختګ وکړو د هيواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ترسره نه کړو يوازې د هيوادوالو ورځنۍ بانکي اړتیاوې پوره کړي او د اوږد مهال لپاره يې کار ترسره نه کړای شو . هغه ستونزې چې د هیواد بانکي سیستم ورسره لاس او ګریوان دی او د حل لپاره يې تر اوسه اقدامات نه ترسره کيږي په لاندې ډول دي :

پيسې په کاروبار نه لګول ،په ځانګړي سکتور کې پانګونه ،کاروباري برخو کې د پانګونې او پور د ورکړې کمښت ، د اماناتو د بیمې نشتون ،د افغانستان بانک سره د افغانیو د ارزښت په ساتلو کې مرسته نه کول ، په غیرې معیاري ډول د پورنو ورکړه ، غیرې متوزان رشد ،بانکي سکتور کې د مدیریت نشتون ، د لایق او باتجربه کدرونو تشه ، د بانک په چارو کې د ونډه والو لاسه وهنه ، له تورو پيسو د بانکي سیستم نه ژغورل . دا ټولې هغه ستونزې دي چې په هيواد کې ورسره ټول سوداګریز بانکونه لاس او ګریوان دي . په همدې ډول د هيواد مرکزي بانک ( د افغانسان بانک ) هم له ستونزو څخه خالي نه دی دا بانک هم تر ډير بریده د یو څو غلو ، توکم پالو او فساد ګرو په لاس کې پروت دی او داسې هیله کیدله چې نوی مدیریت به دا ستونزې حل کړي خو تر اوسه یې په دې اړه کوم کار نه دی ترسره کړی هغه ستونزې چې دا بانک ورسره لاس او ګریوان دی په لاندې ډول دي :

د پیسو د کنټرول لپاره د پیسو د ښه سیاست نشتون ،د پيسو د مینځلو د قانون په ترتیب کې ځنډ ، د اسعارو پر بازار د کنټرول نشتون ، له بانکونو څخه په سمه توګه څارنه نه کول، د افغانیو د چلښت په اړه بې غوري،سوداګریزو بانکونو ته د پرمختګ لارې نه جوړه ول او یو شمیر نورې ستونزې چې حلول يې ډیر اړین دي .

اوس خبره دا ده چې هيواد کوم ډول بانکي سیستم ته اړتيا لري ؟ هغه کومې کړنې دي چې باید ترسره شي تر څو دا مصنوعي پرمختګ په حقیقي پرمختګ واړوو . ځکه بانکونه د هيواد د اقتصادي پرمختګ ډير اړین عنصر ګنل کيږي د پانګې د جوړښت او د هيواد اقتصادي سکتور چلونکی بلل کيږي . په هيواد کې شته بانکي سیستم کې دوه ډوله بانکونه کړنې ترسره کوي دولتي او خصوصي . چې دواړه ډوله يې پوره پانګه لري . کولی شی چې د هيواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم ونډه هم ترسره کړي .

لومړی دولتي بانکونو ته راځم چې دولت څلور بانکونه لري : د افغانستان بانک ، د افغان ملي بانک ، پښتني بانک او نوی کابل بانک .

د افغانستان بانک چې د هيواد مرکزي بانک دی او د ټولو بانکونو سردار هم ګڼل کيږي بانکي سیستم د افغانستان بانک تر رهبرۍ لاندې کړنې ترسره کوي او کومې ستونزې چې د افغانستان بانک لري باید ژر تر ژره حل شي ځکه کله چې رهبر په سمه روان نه وي نو لارویان يې هم بې لارې وي . د افغانستان بانک دنده لري تر څو د هيواد ټول بانکي سیستم په ښه لوري رهبري کړي د هيواد اقتصادي وضعیت په نظر کې نیولو سره ټولو بانکونه ته د وخت سره سم لارښونې وکړي او ټول بانکي قوانین په سوداګریزو بانکونو تطبیق کړي . په هيواد کې درې نور دولتي بانکونه د افغان ملي بانک ، پښتني بانک او نوی کابل بانک دولتي سوداګریز بانکونه دي چې په بانکي سکتور کې کړنې ترسره کوي . او درې واړه تقریبا یو شان خدمات وړاندې کوي .

دولتي سوداګریز بانکونه د رامنځته کیدو موخه د هيواد اقتصادي پرمختګ ته رشد ورکول و خو اوسمهال له دې موخې بې لارې شوي د دې لپاره چې دا بانکونه د هيواد په اقتصادي پرمختګ کې اساسي رول ترسره کړي نو دا بانکونه باید د يو پلان له مخې داسې ترتیب شي چې يو بانک په خپل حال پاتې شي او خپلو کړنو ته ادامه ورکړي پاتې شول دوه نور بانکونه له دې دوو د يو سکتوري بانک شي دریم بانک دله سکتوري یا په خپل حال پاتی شوي بانک سره مدغم شي . زما په نظر د افغان ملي بانک په خپل حال پاتې شي نوی کابل بانک چې اوسمهال د بانکوالۍ په نظام کې ښه انځور نلري د اقتصادي سکتورنو د پرمختګ لپاره د کاروباري بانک تر نامه لاندې ځانګړی کړي . او په لاندې برخو کې د کار کولو دنده ورسپارل شي :

کرنه : کرنیزو کوپراتيفونه تمویل ،کرنيزتاسيسات او مالداري تشبساتو ایجاد، کرنيزو درملو وارد او توزيع، د ماشين الاتو اخيستل او توزيع کول ،کرنیز توکو ته مارکیټ پيدا کول ،کروندګرو ته پورونه ، داوبخور سیستم جوړل ، د کرنې مکانیزه کولو کې مرسته ، کیمیاوي سرې اخیستل، د حیواناتو(فارمونه، چرګانو ساتل ،پسونو روزنه، ) د ساتلو لپار مالي مرسته ، ،سړخونو په جوړه ولو ،د کرنیزو تو کو په تیاریدو کې ،د کرنې په اړه د سیمنیارونو جوړه ول او داسې نورې کړنې چې د هيواد کرنیز سکتور ورته اړتیا لري مرسته وکړي .
سوداګري : سوداګري په برخه کې د سوداګریزوباورلیکونوپرانيستل، بارچالاني،ترانزيتي او ترانسپورټي امورو اجرا، د سفري چکونو اخيستل،د سوداګرو د پیسو ليږد ، سوداګرو ته پورنه ورکول ، صادراتو پراختيا، کېفيت او جنسيت ښه کول، د هيواد څخه بهرافغاني صادراتي توکو ته مارکېټ پيدا کول ، صادراتي اقلامو کې زياتوالي راوستل . سوداګریزو معاملاتو اجرا ، سوداګرو ته د اسعارو برابر ول ،د بهرنۍ او کورنۍ سوداګري پرمختګ ، بازارموندې په موخه د سوداګرو تمویلول .
صنعت : لاسي صنعت پراختیا ، په هيواد کې د صنعتي پروژو د رشد لپاره کار کول . د صنعت د پرمختګ لپاره صنعتي سکتور ته لنډ مهاله او اوږد مهال پورونه ورکول ، د کوچینو او منځنیو صنایعو تمویل ، صنعتي توکو ته د بازار پيدا کول او نورې هغه کړنې چې صنعت کاران ورته اړتیا لري .
پانګونه : بانکونه د پانګې د جوړښت مرکزونه وي نو په هيواد کې د پانګې کمښت دی او خلک هم لږې پیسې سپموي نو بانکونه دنده لري چې دا سپماوې راټولې او په ښه ځای کې پرې پانګونه وکړي ،په ځوانانو د زده کړو په برخه کې پانګونه ، ځوانو متشبثینو ته پورنه ورکړي . هوايي کرښو،فابريکو،روغتنونو ،د لوړوزده کړو شخصي موسيسي،رستورانټونو او کوچنيو سوداګرو لپاره د پانګي اچوني پورونه ورکړي او نورې هغه برخې چې دوی کولی شي پانګونه په کې وکړي .
د پورتنیو دندو اجرا د يو بانک لپاره تر يو بریده ستونزمنه هم ده خو هڅه باید وشي تر څو دا بانک په ښه ډول رهبري شي ډیره پانګه په واک کې ورکړل شي ، د افغانستان بانک په همکاری نور بانکونه دې ته وهڅول شي چې په دې برخه کې له کاروباري سره مرسته وکړي کاروباري بانک هم باید په پورتنیو برخو کې پلانونه جوړ کړي نور بانکونه په پورتینو برخو کې پانګونې ته وهڅوي . د کاروباري بانک موخه باید يوازې د هيواد اقتصادي پرمختګ وي .

او په دریمه برخه کې خصوصي سوداګریز بانکونه دي چې تر ډيره بریده د دوی موخه يوازې د ګټې لاسته راوړل دي خو دوی هم باید د خپلو پانګود خوندیتوب ،د حقیقي رشد او د اقتصادي پرمختګ لپاره په ټولو سکتورنو کې پانګونه وکړي . په هيواد کې شته کاروبارونه تمویل کړي .

په لنډ ډول ویلی شو چې د هيوادد بانکي سیستم لپاره باید داسې يو پلان جوړ شي تر څو په راتلونکي زموږ اقتصاد مالي اړتیاوې له همدې لارې پوره شي او د هيواد مالي سکتور تر څنګ اقتصادي سکتور هم د پام وړ پرمختګ وکړي .

په خامتا د وطن فخر کړه ملنګ جانه

پردې پشمینه ډکه له پیغوره

Related Articles

One Comment

  1. لاندې د اړتیا ته د پور ARE
    .تاسو ته اړتيا لري چې د 18years د عمر ولري.
    .تاسو يو برېښليک پته چې دا مهال په استعمال ته اړتيا

    د رخصتۍ سوغاتونه سودا کولای شي د چا په بودیجې فشار. اجازه نه Christmas وخت کې د فشار لپاره وخت وي! موږ د پور د ټولو ډولونو د کریسمس ارزانه بې ضمانته پور، نه د پورونو او بدو پورونو په ګډون وړاندې کوي. د نغدو پيسو تاسو باید خپل عزيزان خوشحاله ترلاسه کړئ!

    یادونه: موږ په 3٪ اندازه پورونه وړاندې کړي او موږ د لږ او د $ 5،000 ډالرو اعظمي پور، $ 1،000،000 ډالره ورکړي. مينه غوښتونکي باید یوه فورمه ډکه کړئ او د نورې طرزالعمل او د زيات information.please تماس بېرته: sterlingfinancecompanyaid@gmail.com

    زموږ د خدمتونو د شاملولې
    پانګه پورونه
    د پور د ټينګښت
    دوهم رهني
    د سوداګرۍ د اعتبار
    شخصي پورونه
    نړیوال پورونه

    پور د غوښتنليک فورمه
    پوره نوم:
    جنسیت:
    مدني حالت:
    د تماس پته:
    ښار / پوسټ کوډ:
    ایاالت:
    عمر:
    په هره میاشت کې معاش:
    د پور اندازه:
    د پور د وخت:
    نېټه پور ته اړتیا ده:
    د اونۍ ګټې:
    وظيفه:
    د پور موخه:
    تماس تليفون شمېره:

    انتظار له تاسو سره کاروبار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button