افغانستانسلايډ

نيمروز کې دوه سوه زده کوونکي مسموم شوي

د نيمروز چارواکو خبر ورکړی، چې زرنج ښار کې شاوخوا دوه سوه زده کوونکي (هلکان او نجونې) مسموم شوي دي.

د نيمروز د عامې روغتيا رييس ډاکټر نور احمد شيرزاد رسنيو سره خبرو کې د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې زده کوونکي نن سهار «شهيد ناهيد» او «شهيد گل مکۍ» ښوونځيو کې مسموم شوي دي. نوموړی زياتوي: «کله چې دغه زده کوونکي ټولگيو ته ننوتلي، د گازو بوی يې حس کړی او وروسته بې هوښه شوي دي».

د شيرزاد په وينا ټول مسموم شوي زده کوونکي روغتون ته لېږدول شوي دي او د ډېری هغو روغتيايي وضعه يې ښه ده.

د مسموم شويو زده کوونکو عمرونه له اتو تر شپاړلسو کلونو دي.

يوه اوونۍ وړاندې هم نيمروز کې سل تنه زده کوونکي مسموم شوي وو. د افغانستان بېلا بېلو ولايتونو کې د ښوونځو د زده کوونکو مسموېدل خورا ډېر دي. ډېری وختونه زده کوونکي د کوم گاز يا اوبو کې د څه موادو اچول کېدو له امله مسمومېږي، خو دا چې دا کار د چا له لوري ترسره کېږي، تر اوسه يې څرک نه دی لگېدلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button