افغانستانسلايډ

ننگرهار پوهنتون محصلینو ته د ملي بیرغ د «سپکاوي» په تور سزا واورول شوه

د يوې علني محکمې پر مهال د ننگرهار پوهنتون يو دېرش تنه محصلين په سزا محکوم شول. محکمې دغه محصلين د افغانستان ملي بيرغ ته د «سپکاوي» په تور له پنځو مياشتو تر دوه کلونو په بند محکوم کړي دي.

پر دې محصلينو تېر کال ننگرهار پوهنتون کې د يوه لاريون پر مهال ملي بيرغ ته د «سپکاوي» او وسله والو مخالفینو سره د خواخوږۍ تور پورې شو. هغوی له همغه ورځې د دولت له لوري ونيول شول او پرون د ننگرهار د استيناف محکمې د کورني او بهرني امنيت د استيناف دېوان له خوا له پنځو مياشتو تر دوه کلونو پورې د بند سزا ورته واورول شوه.

د نيول شويو کسانو مدافع وکيلانو خپل موکلين بې گناه بلل او له محکمې يې وغوښتل برات ورکړي.

خو محکمې د افغانستان ملي بيرغ ته د سپکاوي او دولت ضد تبليغاتو په تور دغه کسان مجرم وبلل او د بند سزا يې ورته واوروله.

خو د پوهنتون محصلين وايي، د لاریون پر مهال د افغانستان ملي بيرغ ته کوم سپکاوی نه دی شوی، خو ځينو محصلينو، سپين، تور او شنه بيرغونه پورته کړي وو.

د ننگرهار پوهنتون يو له هغو پوهنتونو څخه دی، چې محصلين يې هيواد کې د ځينو پېښو په وړاندې چوپ نه پاتې کېږي او لاريونونه کوي. که څه هم د دې پوهنتون محصلين وايي لاريونونه يې سوله‌ييز او قانوني وي، خو دولت د دغو لاريونونو ځينې گډونوال نيسي او په بېلا بېلو تورونو يې محاکمه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button