غواړئ اوږد ژوند وکړئ؟
چاغ انسانان بلا مصیبتونه لري او نسبت نورو انسانانو ته ډېر خوراک او خوب ته اړتیا لري.
د دوی د کار کیفیت ډېری وخت تر نورو خراب وي او تل له عادي کار او زیار وروسته د ستړيا احساس کوي.
مقاومت او حوصله یې خورا لږه وي. د نړۍ اکثر پوهان او فیلسوفان له وجود نه کمزوري وو.
د ډنګرو انسانان خوب مناسب وي، خوراک یې تر نورو لږ وي، په خپلو کارونو کې بریالي وی، ژر نه ستړي کېږي او د لوړې حوصلې څښتنان وي.
وروستۍ څیړنې ښيي چې په نړۍ کې چاغ انسانان نسبت ډنګرو ته ژر مړه کېږي او د ډنګرو انسانانو عمر اوږد وي.
چاغ انسانان ډیر ژر په شکر، د زړه په ناروغیو، الزایمر، سرطان او نورو رواني ناروغیو اخته کېږي. په ۲۰۰۸ کې یوې څیړڼې ثابته کړه چې ۱.۴ ملیارده انسانان له مناسبې اندازې ډېر وزن لري، چې له دوی څخه ۵۰۰ میلیونه یې د چاغو په ډله کې شاملېږي، او له امله یې هر کال ۲.۸ میلیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوی.
دې څیړنې زیاته کړه چې د چاغو انسانانو شمیر نسبت ۱۹۸۰یمو کلونو ته دوه وارې زیات شوی دی.