خبرونه
جاپان کې د سونامي زلزلې شونتیا

تېره شپه ناوخته د جاپان په سویل کې د ۷.۱ رښتر په کچې قوي زلزله وشوه چې د چاپان حکومت ورسره د سونامي زلزلې کېدو د خطر اعلان وکړ. له دې اعلان نه وروسته خلکو خپل کورونه پرېښودل او د ښار کوڅو او پارکونو ته راووتل چې له یو ساعت ځنډ وروسته حکومت د سونامي زلزلې د خطر د پای ته رسېدلو اعلان وکړ.
له دې زلزلې څخه یوه ورځ مخکې یوې بلې درنې زلزلې د نهو تنو ژوند واخیست. د تېرې شپې د زلزلې ژوروالی لس کیلومتره ښکته وه چې له امله یې یو تن په کې وژل شوی دی.
له دې زلزلې څخه وروسته شاوخوا د سلو نورو وړو زلزلو احساس شوی دی.