خبرونه
د افغانستان او تاجکستان پوله د ننۍ زلزلې مرکز وو

نن دافغانستان په وخت ۴:۵۰ مازدیگر یوې درنې زلزلې چې د ځمکپوهانو له لوري یې لړزه ۶.۶ مگنیچیوده ثبت شوې ولړزاوه. د راپورونو له مخې دغه زلزله په افغانستان، پاکستان او د دهلي په ډېرو برخو کې حس شوې ده.
د پاکستاني رسنیو له مخې تر دې دمه ۲۷ تنه د دې زلزلې له امله روغتون ته رسول شوي دي. همدارنگه د دې زلزلې له امله به نوي دهلي کې میترو بسونه د یوې لنډې مودې لپاره ودرېدې.
په ۲۰۰۵م کال کې یوې درنې زلزلې د پاکستان د بالاکوټ په سیمه سلگونه تنه ووژل.