خبرونه
له درې ورځو راهیسې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې مبایلونه کار نه کوي
له درې ورځو راهیسې د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې مبایلونه کار نه کوي چې له امله یې د دې ښار اوسېدونکي له نورې نړۍ سره اړیکې پرې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دا ځکه چې د اسلام اباد په ریډ زون سیمه کې له درې ورځو راهیسې د پاکستان دیني تنظیمونو د ممتاز قادري د څلویښتۍ په پلمه لاریونونه پیل کړي چې ګڼو سیمو کې له تاووتریخوالي سره مخ شوي دي. ممتاز قادري له نن څخه شاوخوا څلویښت ورځې دمخه ځکه اعدام شو چې هغه په ۲۰۱۱م کال کې د پنجاب والي سلمان تاثیر د رسول الله علیه و سلم د توهین قانون تور گڼلی وو.
د لاهور او اسلام اباد له چاودنو وروسته پاکستان پوځ هم له لاریون کوونکو څخه غوښتي چې لاریونونه نور پای ته ورسوي. د پاکستان د اساسي قانون له مخې د خدای او رسول الله صل الله علیه و سلم توهین کوونکي په اعدام محکوم دي.