افغانستان
شکریه بارکزۍ په ناروې کې د افغانستان سفیره وټاکل شوه
د ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقوقو فعاله شکریه بارکزۍ په ناروې کې د افغانستان سفیره ټاکل شوې ده.
د راپورونو له مخې د هېواد دننه د هغې ټاکنې پروسه تکمیل شوې او اسناد یې د ناروې هېواد ته لېږل شوي څو له هېواده بهر کارونه یې هم بشپړ شي.
نوموړې تر دې وړاندې د اشرف غني لخوا د ټاکنیزو اصلاحاتو کميسیون غړې ټاکل شوې وه چې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله د سخت غبرګون وروسته بېرته له دغې دندې ګوښه شوه.
نوموړې په ۲۰۱۴ز کال ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني ملاتړ کړی و.
بارکزۍ په ۱۹۷۲ز کال په کابل کې زیږیدلې، ابتداییه، ثانوي او لوړې زده کړې یې په کابل کې کړي دي. نوموړې د پښتو او دري سربېره په انګلیسي ژبو هم پوهیږي.