د هلمند چارواکو څرگنده کړې ده، چې دولت له وسله والو طالبانو سره په ځينو ولسواليو معامله کړې ده. د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشير احمد شاکر رسنيو سره خبرو کې ويلي، حکومت طالبانو سره د ځينو ولسواليو پر سر معامله کړې، چې موسی کلا هم په کې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې امنيتي ځواکونه د هلمند له دوه ولسواليو او ځينو سيمو په بشپړ ډول ووتل، امنيتي چارواکو دې کار ته د تکيتک نوم ورکړ.
د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر وايي، طالبانو موسی کلا کې خپل فعاليتونه پراخ کړي او غواړي دغه ولسوالۍ ته د هلمند د دويم ولايت نوم ورکړي. نوموړی زياتوي: «سيمهييز چارواکي د دې ولايت د امنيت تامينولو کې پاتې راغلي».
د هغه په وينا که حالت همداسې دوام وکړي، خلک به په پراخو لاريونونو لاس پورې کړي.
ښاغلي شاکر د موسی کلا سقوط د مرکز سقوط بللی او حکومت يې د موسی کلا او نورو سيمو په پرېښودو گرم بللی دی.
په دې اړه هلمند کې د مدني فعالانو او ولايتي شورا جوړې شوې غونډه کې د د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر نويد احمد وطنوال وويل: «امنيتي ځواکونه حقيقت نه وايي، دوی هره ورځ په شا کېږي او سيمې طالبان نيسي، خو دوی حال نه وايي». نوموړي وويل، جگړه لښکرگاه ښار ته را رسېدلې ده او خلک يې په وېره کې اچولي.
د غونډې نورو گډونوالو له حکومته وغوښتل د هلمند چارواکي له دندو گوښه کړي، ځکه په خپلو کارونو کې پاتې راغلي.
هلمند کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي، چې دواړه لوري يو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعا کوي. د هلمند څلور ولسوالۍ اوس مهال د طالبانو په ولکه کې دي او هغوی لا هم پر مخ روان دي.