افغانستان

غزني: گڼې ولسوالۍ د وسله والو تر تهديد لاندې دي

د غزني چارواکو خبر ورکړی، چې د ناور په گډون د دې ولايت گڼې ولسوالۍ د وسله والو تر گواښ لاندې دي. د هغوی په وينا نامعلوم وسله وال د ناور ولسوالۍ په شاو خوا کې فعالیت کوي.

د غزني د ولايتي شورا يوه غړي محمد علي فکوري رسنيو ته ويلي: «سياه ريگ، گاومرده، پودینه، شور آب، قرناله خوات، شينيه، سوخته او ځينې نورې سيمې له څو کلونو راهيسې د وسله والو د فعاليت ځايونه دي».

وسله والو غزني کې څه موده مخکې مرکزي زندان مات کړ او سلگونه طالب بنديان يې خوشې کړل، له هغه وروسته وېره وه، چې طالبان به د غزني پر ښار بريد وکړي او سقوط به ورکړي، خو چارواکي وايي، د هر ډول بريد مخنيوي ته يې تياری نيولی دی.

ښاغلي فکوري ويلي، دغه کسان د سيمې خلکو ته ضرر نه اړوي او د قومي مخورو په منځگړتوب د چا مزاحمت نه کوي.

نوموړی زياتوي، د ناور په گاونډ کې د اجرستان او ځينو نورو ولسواليو سيمې هم د وسله والو تر گواښ لاندې دي، چې له امله يې خلک اندېښمن دي او د غزني چارواکو سره يې خپلې اندېښنې شريکې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button