ټولنه
«له افغانستانه تر عراقه د مرګ څپې» کتاب چاپ شو

په کابل کې د اکسوس کتابپلورنځي «له افغانستانه تر عراقه» د مشهور مصري لیکوال او ژورنالیست، محمود المراغي کتاب چاپ کړی. دغه کتاب د ښاغلي هدایت الله همیم په زیار پښتو شوی دی.
په دغه کتاب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۰۱ زېږدیز کال هغه پټ اسناد په ډاګه شوي چې څنګه یې پر افغانستان یرغل وکړ.
په کتاب کې پر دې هم بحث شوی چې پر افغانستان د امریکا له برید سره ګاونډیانو څنګه مرسته وکړه. کتاب چې پنځه څپرکي او ۱۰۴ مخه دی، د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري پر ښه کاغذ چاپ شوی دی.