افغانستان

طالبانو يو ځل بيا د درقد ځينې سيمې نيولې دي

وسله والو طالبانو له امنيتي ځواکونو سره له جگړو ورسته يو ځل بيا د تخار د درقد ولسوالۍ ځينې سيمې نيولې دي.

د تخار د امنيه قومندانۍ وياند خليل اسير رسنيو ته ويلي، تېره شپه د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې رامنځته شوې دي. اسير زياته کړې ده، په دې نښته کې يو سيمه‌ييز پوليس وژل شوی، يو بل ټپي دی او درې طالبان هم ټپيان شوي دي.

د اسير په وينا طالبانو د جگړې په ترڅ کې د ولسوالۍ قمگذر او قغني سيمې نيولې دي، دغه سیمې د ولسوالۍ د مرکز په اته کيلو مترۍ کې پرتې دي.

د درقد اوسيدونکو هم په ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ د جگړو پخلی کړی. د سيمې يوه تن شيردل پژواک سره خبرو کې ويلي، طالبانو قمگذر، قغني، کلتوت، کلباغ، لاله ميدان، رستاق اباد، کشم اباد او غلام خېل کلي ټول نيولي دي.

دغه کس زياته کړې ده، جگړه کې دواړو لوريو ته درانه تلفات اوښتي، خو کره شمېره يې نه ده معلومه.

نږدې يوه اونۍ وړاندې چارواکو له درقده په بشپړ ډول د طالبانو د ويستلو ويلي و. د تخار والي له هغه وروسته د درقد يو شمېر چارواکي هم په دندو کې د بې غورۍ له امله گوښه کړل. اوس چارواکي وایي، چې ډېر ژر به د نيول شويو سيمو د بېرته نيولو په موخه تصفيوي عمليات پيل کړي.

وسله والو طالبانو دغه نښتې تاييد کړې دي، هغوی وايي، يو پوليس يې وژلی او يو بل يې ژوندی نيولی دی. طالبانو درقد کې د گڼو سيمو د نيولو پخلی هم کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button