لوبه

ملي لوبډلې له هند څخه یوې احساساتي لوبې کې ماتې وخوړه

نن د افغانستان او هند ملي لوبډلو تر منځ د سویلي اسیا د فوټبال د سیالیو پایلوبه وه چې دغې لوبې کې ملي لوبډلې د یو شمیر ناسمو پریکړو له امله د ۲-۱ له توپیر سره ماتې وخوړه.

لوبه د کابل په وخت د ماښام په ۵:۳۰ پیل شوه. د ملي لوبډلې لوبغاړو د لوبې په جریان کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د سیالې لوبډلې په ګول يي پیاوړې حملې وکړې.

د دواړو لوبډلو د هڅو سربیره هیڅ یوې لوبډلې د لوبې لومړۍ نیمايي تر پایه د ګول په وهلو بریالۍ نشوه او د لوبې لومړۍ نیمايي د ۰-۰ ګولونو سره پای ته ورسیده.

له لنډې دمې وروسته لوبه یو ځل بیا پوره جوش او جذبې سره پیل شوه. د لوبې په ۶۹مه دقیقه کې زبیر امیري وتوانید د فیصل شایسته په یوه غوره پاس د ملي لوبډلې لپاره لومړی ګول ترسره کړي.

د افغانانو دغه خوشحالي یوه دقیقه هم دوام ونکړ او د لوبې په ۷۰مه دقیقه کې هندی لوبغاړی د ملي لوبډلې دفاعي لوبغاړو د کمزوری څخه په استفادې سره د هند لوبډلې لپاره ګول وهلو سره دغه لوبه بیرته مساوي کړه.

د لوبې په پاتې شیبو کې ملي لوبډلې ځینې فرصتونه له لاسه ورکړل او د هند یو شمیر حملې يي هم ناکامه کړې او لوبه له ۱-۱ ګولونو سره مساوي پای ته ورسیده او د لوبې پایله اضافي وخت ته پاتې شوه.

د لوبڅار لخوا د لوبې لپاره ۱۵ دقیقې اضافي وخت ورکړل شو. په دغه اضافي وخت کې د هندوستان لوبډل مشر سنیل هم د دفاعي لوبغاړو له غلطۍ سره په استفادې سره ګول ترسره کړه او خپله لوبډله يي له افغانستان څخه وړاندې کړه.

په دوهم اضافي وخت کې ملي لوبډلې ونتوانید د یو ګول ترسره کولو سره دغه لوبه بیرته مساوي کړي او په دې ډول لوبه د ۲-۱ په توپیر د هندوستان په بریا پای ته ورسیده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button