خبرونهسلايډ

امریکايي ټاکنو کې تر اوسه کوم نوماند مخکښ دی

امریکایان خپل د څلورو راتلونکو کلونو ولسمشر ټاکي. د امریکا پر وخت د رایې ورکولو وروستۍ شېبې دي او لسګونو مليونو خلکو په کې برخه اخیستې ده. تر ټولو مهم نوماندان ډونالډ ټرامپ او مېرمن هېلري کلنټن دي.

په ډېرو ایالتونو کې ټاکنې پای ته رسېدلي او دېر ژر به پاتې نور هم پای ته ورسېږي. اوسمهال له ۵۰ ایالتونو څخه د ۲۵ ایالتونو ټاکنې رسنیو کې اعلان شوي او کابو نیمايي نورو کې به معلومه شي چې څوک راتلونکي کې سپینې ماڼې ته لار پیدا کوي.

تر دې دمه ټرامپ ۱۳۷ واحده رايې اخیستي او مېرمن کلنټن ۱۰۴ واحده رایې تر لاسه کړي. د کامیاب نوماند له پاره مهمه ده چې ۲۷۰ واحده رايي تر لاسه کړي.

تر دې دمه هر څه د وړاندوېنو مطابق پر مخ روان دي او لا هم نه ده څرگنده شوې، چې څوک به ولسمشر شي. د ټاکنو په اړه به له تاسو سره هره گړۍ تازه معلومات شریک کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button