روانې چارېسلايډ

«امريکا د نشه‌يي توکو پر پيسو داعش پياوړی کوي»

د امريکا د استخباراتي ادارې (CIA) يوه په کور ناستي کار کوونکي څرگنده کړې ده، چې داعش له هغو پيسو تمويلېږي، چې امريکا يې د نشه‌يي توکو د سوداگرۍ له لارې ترلاسه کوي.

د امريکا د استخباراتي ادارې د اطلاعاتو پخوانی شنونکی جان ابوسټفرډ چې له نهو مياشتو بند تېرولو وروسته خوشې شوی دی وايي، واشنگټن د نړۍ بېلا بېلو برخو کې د داعش ډلې ملاتړ کوي، څو پر مټ يې خپل ضد دولتونه او ډلې وځپي. دی وايي، امريکا د دې ډلې د تمويل لپاره د نشه‌يي توکو له سوداگرۍ ترلاسه کړې پيسې لگوي.

کابل نيوز د سي آی ای د دغه کارکوونکي په قول زياته کړې ده، چې امريکا پر افغانستان د پخواني شوروي له يرغل راوروسته د کوکنارو کښت او د نشه‌يي توکو سوداگري په منظم ډول کنټرولوي.

د يادې استخباراتي ادارې هغو کارکونکو چې دا مهال د ځينو پټو اسنادو د خپرولو له امله تر فشارونو لاندې دي اعتراف کړی، چې سي آې ای له شپېتو کلونو را په دې خوا د نشه‌يي توکو کار وبار کوي او اوس يې يو ځل بيا له همدې سوداگرۍ په ترلاسه کېدونکو پيسو د داعش ملاتړ پيل کړی دی، څو په منځني ختيځ کې جگړه پر مخ يوسي او له دې لارې د تيلو بيې راټيټې او سرچينې يې په خپل لاس کې واخلي.

جان ابوسټفرډ ويلي، چې ده هم په دې سوداگرۍ کې ونډه اخيستې: «زه شرمېږیم چې وايم ما څو ځلې افغانستان کې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې ونډه اخيستې ده، ډېر ځله ما هڅه وکړه، چې ځان پر دې قانع کړم، چې موږ دا سوداگري د ښو موخو لپاره کوو، خو دا کار اوس هم ما ځوروي او نور دا عذاب نه شم زغملی».

گلوبل ريسرچ د روان کال په جولای مياشت کې په خپله يوه څېړنه کې ادعا وکړه، چې سي آې ای د افغانستان له کوکنارو په ترلاسه کېدونکو پيسو خپل پټ عمليات پر مخ وړي. دې څېړنه کې ويل شوي وو، چې د دې هېواد نشه‌يي توکي اروپا او نورو هېوادونو ته د الوتکو او بېړيو له لارې لېږدول کېږي. په دغو الوتکو او بېړيو کې له افغانستانه د نړۍ هېوادونو ته د قاچاق کېدونکو نشه‌يي توکو اندازه نوي سلنه ښودل شوې ده، چې د امريکا تر واک لاندې دي.

دوه اوونۍ وړاندې د ملگرو ملتونو تازه راپور وښوده، چې افغانستان کې د کوکنارو کر کې سږ کال د تېر په پرتله لس سلنه ډېروالی راغلی دی. د دې سازمان له نشه‌يي توکو سره د مبارزې دفتر په خپل دغه راپور کې وويل، چې ۲۰۱۵ز کې د افغانستان پر ۱۸۳زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو خو ۲۰۱۶ کې پر دوه سوه او يو زره هکټاره ځمکه کرل شوي دي. راپور څرگنده کړې وه، چې سږکال د کوکنارو حاصل هم د نورو کلونو په پرتله ډېر و، چې مخکې يو هکټار ځمکې شاوخوا اتلس کيلو گرامه اپين کړی و، خو سږ کال يې نږدې څلرويشت کيلوگرامه اپين کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button