څيړنهسلايډ

نړۍ ته د اوباما میراث

نیلاب شینواری

سبا په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې کېږي او د باراک اوباما د ولسمشرۍ موده پای ته رسېږي. له نن نه اته کاله وړاندې باراک اوباما د نومبر په اتمه د امریکا د ولس له لوري د دوی راتلونکی ولسمشر وټاکل شو. امریکايي ولس اوباما ته د څه له پاره رایه ورکړې وه، ایا اوباما په دې وتوانید چې خپلې ژمنې له ولس سره پوره کړي او د بوش د جگړې میراث ته د پای ټکی کېږدي.

اوباما له امریکايي ولس سره ژمنه کړې وه چې د جګړې لمنه به ټولوي او عراق او افغانستان کې شته امريکايي ځواکونه به خپلو کورنو ته راګرځوي. د امریکا په تاریخ کې جمهوریت غوښتونکو جګړې پیل کړي او ازادي غوښتونکو بیا دغو جګړو ته د پای ټکی ايښی دی، امریکايي ولس هم په همدې هیله اوباما ته رایه ورکړه او خپل ولسمشر یې وټاکه.

اته کاله وروسته د نړۍ حالت ډېر کړکېچن دی، منځنی ختیځ د جگړو او وژنو په میدان اوښتی دی. هیڅوک د سیمې د راتلونکي په اړه شننه نه شي کولی، هر څه گډوډ دي. نړۍ لا هم په اقتصادي کړکېچ کې ده او لویدیځوالو چارواکو ونه شوای کړای چې دا کړکیچ ودروي. افغانستان کې د وژنو کچه لوړه شوې، عراق کې مرکزي حکومت تر پخوا ډېر کمزوری شوی، لیبیا په کورنۍ جگړې کې ښکیل دی او کریمیا اوس د روسیې برخه ده. سوریه کې د نړیوالې جگړې وړاندوېنه کېږي او په زرگونه انسانان په کې د یوه ناڅرگند هدف په لاسته راوړلو خپل ځانونه قربان کړل. مصر ورځ تر بلې د کړکېچ پر لور روان دی او یو دیکتاتور یې مشري کوي، یمن کې مرکزي حکومت نه شته او سعودي ورځې تر بلې د کړکیچ په لورې درومي.

اوباما ژمنه کړې وه چې افغانستان نه به امریکايي ځواکونه راغواړي خو اته کاله وروسته لا هم په افغانستان کې جگړه ورځ تر بلې زور اخلي. بشري تلفات خپل اوج ته رسېدلي دي. یوازې سږکال د ملي اردو اته زره سرتېري وژل شوي او د طالبانو او ملکي وگړو د مرگ ژوبلې په اړه خو کره معلومات نه شته. افغانستان د ترهگرۍ له نوو ډلو سره مخ ده. د داعش په نامه گونگه جگړه روانه ده او د ورځې په لسگونه انسانان د داعش د لمنځه وړلو په پلمه وژل کېږي.

د کوکنارو کښت تر نورو کلونو ډېر شوی سږکال په تېرو پنځلسو کلونو کې تر ټولو ډېر کوکنار کرل شوي دي. د راپورونو له مخې ۴۸۰۰ ټنه کوکنار تولید او بهر ته استول شوي. د افغانستان کړکېچ څه د پاسه دوه سوه زره انسانان مجبور کړل چې خپل کورونه پرېږدي او اروپايي هېوادونو ته کډوال شي. افغانستان ورځ تر بلې د نیابتي جگړو په میدان بدلېږي او د دې میدان لوبغاړي مخ په ډېرېدو دي.

افغانستان کې جگړه ډېره پېچلې شوې او د سولې تمه له چا نه کېږي ، ټولې خواوې په جگړې ټینگار کوي. تش په نامه سولې د سولې له بهیر سره خیانت دی چې کېږي. افغان حکومت له حکمتیار سره سوله وکړه خو د حکمتیار نوم له تورلیست څخه نه لرې کېږي.

اوباما نور سپېنه ماڼۍ پرېږدي او لکه د بوش او نورو پخوانیو امریکايي ولسمشرانو په څېر به ارام ژوند تېروي خو میراث یې ډېر بدرنگه دی او تر ډېره به دا وژنې او جگړې دوام لري، دا جگړې به تر هغې دوام لري چې د امریکایانو گټې په خطر کې وي او یا هم نور امریکایان د جگړو د دوام توان ونه لري او نور سیمه پرېږدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button