ننگرهار: هوايي بريد ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اړولې
ننگرهار کې يو ځل بيا هوايي بريد کې ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. پېښه د دې ولايت شېرزادو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د پېښې پخلی کړی او څرگنده کړې يې ده، چې بريد د يوه طالب قوماندان مولوي محمد عالم په کور شوی، چې خپله نوموړی بچ شوی خو اته تنه وسله وال وژل شوي دي.
نوموړي د بريد پر مهال د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې پخلی هم کړی، چې په وينا يې په اړه يې پلټنې روانې دي.
خو د ننگرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر او د سيمې اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، چې بريد د طالب قوماندان پر کور نه، بلکې د ځايي قومي مشر ملک فاروق پر کور شوی، چې په ترڅ کې يې د دوو مېرمنو او يو کوچني په گډون څلور تنه وژل شوي دي او د ياد ملک په گډون شل تنه نور ټپيان دي.
د سيمې اوسېدونکو هم رسنيو ته ويلي، چې د پېښې ټول قربانيان ولسي وگړي دي او هيڅ وسله وال په کې نه شته.
چارواکو نه ده څرگنده کړې، چې دغه هوايي بريد د بهرنيو ځواکونو له لوري شوی که د افغان ځواکونو له خوا، خو ننگرهار کې ډېری دا ډول بريدونه د بهرنيو ځواکونو له لوري کېږي، چې په دې وروستيو کې يې ملکي مرگ ژوبله زياته کړې ده.
د ننگرهار د اچين اوسېدونکو څه موده مخکې د امريکايي ځواکونو د هغه بريد پر ضد لاريونونه وکړل چې په دې ولسوالۍ کې په کې شاوخوا شل تنه ولسي وگړي ووژل شول او همدومره نور ټپيان شول، خو چارواکو په دې اړه هيڅ ونه کړل او لا هم دې ولايت کې هوايي بريدونو کې ملکي تلفات پېښېږي.