افغانستان

د جلرېز اوسېدونکي: نامسوول وسله وال د امنيتي چارواکو په مرسته خلک ځوروي

د ميدان وردگ د جلرېز ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې غير مسوول وسله وال د امنيتي چارواکو په مرسته خلک وژني او ځوروي او تر منځ يې بې اتفاقي خپروي.

دوی شکايت کوي چې په تېرو درې اوونيو کې جلرېز کې سلگونه غير مسوول وسله وال پيدا شوي دي، چې په سپکو او درنو وسلو سنبال دي او د دولتي کړیو او مسوولينو په ملاتړ د خلکو په تښتونو، وژنو او د قومونو په جنگولو کې ښکېل دي.

د ميدان وردگ اوسېدونکو د اجرايه رييس له دويم مرستيال انجنير محمد خان سره په ليدنه کې دغه څرگندونې کړې دي.
دوی وايي د جلرېز په تکانې سيمه کې د سيمه‌ييزو پوليسو د قوماندانانو قاسم کربلايي او سيد سردار شخصي زندانونه دي، چې پرته له کوم جرمه خلک نيسي او هلته يې ساتي.

د دې ولايت د ولايتي شورا غړی شريف الله هوتک هم د خلکو دغه خبرې تاييدوي او ټينگار کوي، چې د دې وسله والو تر شا د امنیتي مسوولينو لاس دی.

نوموړی وايي، چې دې وسله والو اوسمهال په کوتل سيمه کې د ميدان وردگو- باميانو لويه لار هم تړلې ده. د هغه په وینا ارگ، ملي امنيت شورا او نورو گڼو دولتي ادارو ته په دې اړه شکايتونه کړي دي، خو تر اوسه پرې چا غوږ نه دی گرولی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button